امریکادخپلو موخو لپاره په افغانستان ايټومي بم هم غورځولی شي

موسی مهاجر

دامریکا دکرغېړني څېرې دلاروښانه کولو او دمسلمانانو په ضد ددوی دناوړه ارادو  دڅرګندولو لپاره مي وغوښتل، چي دخپلي دغې مقالې عنوان دامریکا ددفاع دپخواني وزیر ډونالډ رمزفيلډ هغه خبره وګرځوم، چي د۲۰۰۱ کال داکتوبر میاشتي په وروستیو کي يې له سی ان ان سره په یوه مرکه کي ویلي وو، چي که په افغانستان ددوی یرغل ددوی له هیلو سره سمي پايلي ونه لري، نو دطالبانو(افغانانو) په خلاف ايټومي بم هم کارولی شي.

درمزفيلډ په دې له وحشته ډکه خبره کي موخه هغه ايټومي بم  نه وو، چي امریکاپه ۱۹۴۵ کال کي دچاپان په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو وکاراوو او دغه دوه ښارونه یې له خاورو سره خاوري کړل او په لکونو انسانان يې ووژل او ټپیان کړل،  ځکه اوس دامریکا ايټومي بمونه تر پخوا یو په څو چنده قوي او ويجاړونکي دي، چي درمزفيلډ موخه به همدا نوي ايټومي بمونه وو او ښايي درمز فيلډ موخه به هم یو ايټومي بم نه وو، چي دوی به یې دموخو دنه ترلاسه کولو په ترڅ کي په افغانستان کاروي، بلکه هدف به یې له یوه څه دزیاتو ايټومي بریدونو ترسره کول وو، ترڅو خپلو موخو ته ورسیږي، ځکه په چاپان چي لومړی ايټومي برید ترسره شو، نو امریکاخپله موخه ترلاسه نکړه، نوځکه يې په ناګاساکي ښار بل ايټومي برید ترسره کړ  او په دې سره چاپان تسلیمي ته اړ کړای شو او جګړه دامریکاپه ګټه تمامه شوه.

دا په هره زمانه کي یو منل شوی حقیقت دی، چي اشغالګرقوتونه په خپلو اشغال شویو هیوادونو کي دهيڅ ډول قانون مرعات نه کوي، په ظلم او جبر سره غواړي، چي دملتونو ستوني خپک کړي او دازادۍ اواز یې غلی کړي دملتونو په ځپلو سره غواړي، چي خپل واک پرې وساتي او دخپلواکۍ روحیه ورڅخه واخلي.

دامریکايي امپرالیزم نړۍ خوره څېره بیادخپلو پخوانیو سيالانو په نسبت ډیره کرغېړنه ده، کړني يې ډیري وحشي او غیرانساني دي، رویه يې ظالمانه ده او تل يې دخپلو موخو لپاره دنړۍ امن او دميليونونو انسانانو ژوندونه قرباني کړي دي، تاریخ وايي، چي امریکا د۱۸ پيړۍ له وروستیو څخه بیا تر ۱۹۹۳ کال پوري ۲۳۴ ځله خپل پوځیان په بهرنیو هیوادونو کي دجګړو، یرغلونو، تخريبي عملیاتو، اشغالولو ا و نورو موخو لپاره کارولي دي، ویل کیږي، چي امریکا په ۲۰۰۱ کال په افغانستان او په ۲۰۰۳ کال په عراق له یرغل کولو سره ۲۴۲ واره دنړۍ په بېلابېلو هیوادونو یرغلونه، بریدونه، تخریبي عملیات او نور ډول ډول عملیات ترسره کړي دي، له ۲۰۰۳ کال راهیسي يې په یوشمېر اسیايي او افريقايي هیوادونو لکه سوریه، یمن، صومالیا، دپاکستان قبائلي سیمه او نورو هیوادونو یرغلونه ترسره کړي او یوشمېر هیوادونو ته يې په یوه او بل نامه لکه ګیني، سيرالیون او داسي نور پوځونه ليږلي دي، چي په دې سره يې دیرغلونو شمېره تر دې هم لوړیږي،  چي په دې ترڅ کي يې په لسګونو میلیونه کسان وژلي او په میلياردونو کسانو ته يې یو نه یو ډول زیان اړولی دی.

دا چي امریکادهیوادونو داشغالولو او دانسانانو دوژلو تور تاریخ لري، نوهغوی په افغانستان هم دیرغل له امله په لکونو انسانان ټپيان او وژلي دي، چي حقيقي شمېرې به یې یو الله تعالی ته معلومي وي، خو  شاوخوا دوه اونۍ وړاندي دامریکادبراون پوهنتون دنړیوالو چارو دڅېړني موسيسې  دامریکايي یرغل له امله دوژل شویو افغانانو د شمېرو په اړه «دجګړې زیانونه»په نوم یو راپور خپور کړ، چي پکي ویل شوي وو، چي دیوناما له ورکړل شویو شمېرو سره سم په افغانستان دامریکايي یرغل له امله ترلکو زیات کسان وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي، څو ورځي وړاندي بیانیويارک ټائم ورځپاڼي دامریکايي ځانګړو ځواکونو هغه له وحشته ډک اعتراف خپور کړ، چي ویلي وو، چي دوی به هره ورځ په افغانستان کي له ۱۰ څخه بیاتر ۱۵ پوري او کله کله هم تر۲۵ پوري ولسي افغانان وژل، چي له دې سره سم یوازي امریکايي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کي لسګونه زره افغانان شهیدان کړي دي، دغه وژني په هغو زیانونو برسېره دي، چي دامریکادیرغل له امله افغانانو او افغانستان ته ور اوښتي دي، دامریکايي باردو له امله دافغانانو زیاته برخه په ډول ډول ناوړه ناروغیو اخته شوي، دامریکا د یرغل له امله تر۱۱ سلني زیات افغانان په نشه يي توکو روږدي او ژوندونه یې دامریکادیرغلیزو موخو قرباني شوي دي، بې کاري او فقر دپخوا په نسبت زیات شوی او په ټوله کي دامریکايي یرغل له امله افغانستان ته په میلياردونو ډالره زیان اوښتی دی او امریکا که په افغانستان ايټومي بم نه دی کارولی، لکه په چاپان چي يې وکاراوو،  ولي زیانونه يې تر ايټومي برید زیات ور اړولي دي.

امریکادځان لپاره داسي یوموقف نيولی، چي باید دجنایتونو په اړه حساب ورسره ونه شي، جنایتونه یې جنايتونه ونه بلل شي، دخپلو موخو لپاره چي په هر ډول جنایت لاس پوري کوي، که څه هم هغه په یوه ورځ دمیلیونو انسانانو وژنه وي باید مخه يې ونه نیول شي، په ټوله نړۍ کي يې بې له سياله باید ګټي خوندي شي، که څه هم نورو هیوادونو ته هرڅومره زیان رسیږي او دټولي نړۍ دنیولو دهڅو په مخ کي يې باید څوک خنډ ونه ګرځي او آن ملګري ملتونه او ترې لاندي يې ټولي ادارې بې له چون وچرا باید دامریکا دهر څه تائید وکړي او هم باید ټول فعالیت دامریکا دموخو او دامریکايي ګټو دخوندي کولو لپاره ترسره کړي.

ځکه دامریکايي سياستوالو په نظر ټوله نړۍ  يوازي او یوازي دامریکا دګټو لپاره پيدا شوې اوباید دامریکادګټو لپاره ترې کار واخیستل شي، دهغوی ژوندونه هم باید ترامریکایانو اوترامریکايي ګټو قربان شي او هم يې مالونه او هیوادونه.

دا چي افغانستان هم دنړۍ دیوه هیواد په څېردامریکايي سیاستوالو په نظر ترامریکايي ګټو باید قرباني شي، نوځکه تراوسه امریکایانو افغانان دخپلو موخو لپاره قرباني کړي او دخپلو اهدافو لپاره یې ددې مظلوم ولس بې ګناه ویني توی کړي او دغوڅ ملاتړ په نوم ماموریت په مهال يې هم دغې لړۍ ته دوام ورکړی دی، خو تر ډېره يې لکه دجګړې بار دافغانانو دوژني مسوولیت هم داخلي ګوډاګيانو ته په غاړه کي ور اچولی دی.

امریکایانو چي لا يې زړونه دافغانانو په وژنو نه دي ساړه  شوي او لا يې دخپلو موخو لپاره دهغوی وژني بس نه دي بللي، درواني میاشتي په ۵ نېټه يې دخوست ولایت په علیشيرو ولسوالۍ کي دجنازې مراسیم بمبار کړل، چي په ترڅ کي يې ۱۵ تنه ولسي وګړي په شهادت ورسول، خو داخلي ګوډاګیان يې دولس ددښمنۍ لپاره داسي روزلي، چي یوازي يې درواني میاشتي دپیل راهیسي دامریکایانو په نسبت څو چنده زیات افغانان په شهادت رسولي دي.

لکه څنګه چي امریکایان داسي فکر کوي، چي دولسو په وژنو دوی خپلي موخي ترلاسه کولای شي، په همدې فکر يې خپل داخلي ګوډاګیان روزلي دي، همدا لامل دی، چي درژیم عسکر دخلکو په وژنه کي له امریکایانو څخه ډیر سبقت کوي او په ډیره بې رحمي سره دبهرنیو اشغالګرو له لوري په ورکړل شویو هاوانونو، توپونو او وسلو هره ورځ افغانان په شهادت رسوي.

خو په دې باندي لکه څنګه چي  افغان ملت پوه دی باید نور هم ښه پوه شي، چي رژيم او درژیم عسکر دخپلو بادارانو په څېر په هيڅ منطق باور نه لري، امریکایان او دهغوی داخلي لاسپوڅي یوازي او یوازي دزور په ژبه باور لري او دتوري په څوکه پوهېدلی شي.

خو دزور په ژبه او دتوري په څوکه ددښمن پوهول دې ته اړه لري، چي افغان ملت خپل جهادي صف لاقوي کړي، دانتشار مخه پکي ونیول شي،اخلاص لکه څنګه چي دی تردې هم زیات شي، له جهاد کولو څخه دستړتیا احساس ونه شي، دشرعی نظام دپلي کولو لپاره لکه څنګه چي تراوسه مبارزه شوې همداسي دې هدف ته تر رسيدلو دې مبارزې ته دوام ورکړل شي، کفارو او دهغوی غلامانو ته اجازه ورنه کړل شي، چي جهادي صف ګډوډ کړي، دتجربه شویو امیرانوکلکه پيروي لکه څنګه چي تراوسه شوې همداسي وشي او دا عقیده ټينګه کړای شي، چي لکه څنګه چي الله تعالی ته دامریکايي، اروپايي او افغاني کافر او مرتد توپير نشته، همداسي موږ ته هم دامریکايي، اروپايي، افريقايي او افغاني کافر او مرتد توپير او فرق ونه شي او دافکر باید جوړ کړای شي، چي جګړه دافرادو په ضد نه بلکه دنظام (ډيموکراسي او سيکولري نظام)په ضد کیږي او جګړه دافرادولپاره نه بلکه دنظام(اسلامي نظام) لپاره ترسره کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button