پاکستاني سرتيري د افغانستان خاورې ته ننوتي

1182

(عزم : چارشنبه ، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل)

د پاکستان پوځي چارواکي وايي چې ددغه هيواد امنيتي سرتېرو د افغان چارواکيو په غوښتنه د يوه افغان سرتېري د ژوند ژغورلو په هدف د افغانستان خاورې ته ننوتي او ټپي افغان سرتېرى يې د درملنې لپاره له ځان سره د پاکستان يو روغتون  د درملنې له پاره راوستى دى. د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې رسنيو ته ويلي چې ځواکونه يې د سه شنبې په ورځ د افغانستان په ختيځ کې هغه مهال شاوخوا ٦٠٠متره افغان خاورې ته ننوني چې طالبانو سره په جګړه کې د يو تن ټپي شوي  افغان سرتېري مرسته وکړي او د درملنې لپاره يې د پولې دېخوا رواړوي. د ازادۍ راډيو دخبر له مخې  د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو دفتر  ادعا کوي چې دا کار يې د افغان چارواکيو په غوښتنه ترسره کړى او زياتوي چې افغان چارواکيو د خپل یوه سرتيري د وړلو او تداوۍ  غوښتنه وکړه چې پاکستانيو ځواکونو فوراً دغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایه؛ ټپي سرتېری یې باجوړ ته راووړ او روغتون ته یې ورساوه . دا په تېرو ۱۴ کلونو کې لومړی ځل دی چې پاکستاني پوځیان یوه افغان سرتېري ته دا ډول مرسته ورکوي او د درملنې لپاره يې قبايلي سيمې ته  اړوي.له دې وړاندې پاکستاني پوځيان، آن د مرستندویه چارو لپاره هم افغان خاورې ته نه ول ورننوتي. د يادونې وړ ده چې افغان چارواکيو لا تردې دمه د افغان سرتېري د ټپي کېدو؛ افغان خاورې ته د پاکستانيو ځواکونو په اوښتو او همداراز د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د افغان ځواکونو او د وسله والو ترمنځ د جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button