کندز: په چهاردرې كې څلور امنيتي سرتيري وژل شوي

kunduz_headquarter_431979956

(عزم : چارشنبه ، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل)

دکندز په  چهاردرې ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو پرپوستو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۴ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د امنیې  قومندانۍ د اوپراسیون امر فقیرمحمد زاخیلوال رسنيو ته ويلي چې له پرون راهیسې د چهاردرې ولسوالۍ په سرک بالا او قریه قصاب سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

زاخېلوال زیاته کړه، تراوسه په دې جګړه کې د امنیتي ځواکونه ۴ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په چهاردرې ولسوالۍ کې ۸ کلي او دوه ټانګونه هم وسله والو طالبانو نيولي دي.

تېره ورځ هم په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې وه چې دواړ لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې وه

وسله والو طالبانو د یادو جګړو په اړه څه ندي ویلي خکو په دغه ولايت کې د یو تن اربکي قومندان (باقي) په شمول د ۳ نورو اربکيانو د وژل کېدو او ۲ نورو د ټپي کيدو خبر ورکړی دی.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button