پرتګال:د ماشوم د زېږولو په سر ۵ زره يورو ورکول کيږي
لسببن(عزم : چارشنبه ، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل)
د پرتګال په الکوټي ايالت کې د نفوس د کمېدو له وجې چارواکو د نويو زېږېدونکو کوچنيانو د کورنيو له پاره د ۵ زره يورو د ورکولو اعلان کړی.
د رسنيو د راپورونو له مخې پرتګال د نفوس په لحاظ د اروپايي د اتحاديې په هېوادونو کې ترټولو کم نفوس لري. په دغه هېواد کې د نفوس د کم والي له امله د پرتګال دولت اندېښمن دی اوپه همدې ورځو کې يې د (کوچنيانو د زوکړې په بدل کې يورو) په نامه يوه پروسه په کار اچولې چې تر دې وخته ۶ کورنيو د نويو زېږېدلو کوچنيانو له امله دغه مالي مرسته تر لاسه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې پرتګال کې د اقتصادي مشکلاتو له امله د نويو زېږېدونکو ماشومانو شمېره ډېره کمه ده، د چارو شننونکي وايي چې که چېرې د نفوس د کمښت دغه ستونزه همداسې دوام وکړي نو په ۲۰۶۰ ميلادي کال کې به ددغه هېواد دنفوسو شمير له ۱۵۰ لکو څخه ۸۶ لکو ته راټيټ شي.
عبداللطيف نظيف