د جورج بش ورور د امريکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د نوماندۍ اعلان وکړ

images (10)

واشنګټن(عزم : چارشنبه ، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل)

د امریکا د متحده ايالاتو د پخواني ولسمشر جورج  ډبليو بوش ورور جب بوش تېره ورځ په رسمي توګه د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندۍ اعلان وکړ .نوموړی چې پلار او ورور یې دامريکا ولسمشران تير شوي دي،نوموړی تر دې وړاندې له ۱۹۹۹ څخه تر ۲۰۰۷ ميلادي کال پورې د فلوریډا ایالت والي و.

جب بوش په ۱۹۵۳ ميلادي کال زېږدلی او د تيکساس له پوهنتون څخه په حقوقو کې ماستري اخيستې.

 نوموړي په خپله لومړنۍ وينا کې ویلي چې د امریکا تر ټولو زيانمن شوي طبقې ته به ډېره پاملرنه کوي او د ټولنیز پرمختګ پر وړاندې شته خنډونه به له منځه وړي.نظر پوښتنې ښيي چې د جهوریت غوښتونکي ګوند د کاندیدانو ترمنځ د بوش محبوبیت لا هم په ډېر ټیټ پوړ کې دی .
عبداللطيف نظيف

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button