د سعودي عربستان د ولي عهد مرستيال روسيې ته لاړ

saudia

رياض (عزم : چارشنبه ، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل)

د پاچا سلمان بن عبدالعزيز په امر ددغه هيواد د ولي عهد مرستيا محمد بن سلمان نن د چارشنبې په ورځ د يو رسمي سفر په تر څ کې مسکو ته لاړ.

د سعودي عربستان د رسمي سرچينو له قوله  روسيې ته ددغه هېواد د ولي عهد د مرستيا ل سفر د مسکو د دولت په بلنه تر سره کيږي.
مرستيال ولي عهد شهزاده سلمان  به د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين او د روسيې نورو چارواکو سره وګوري.

د سعودي دولتي سرچينو ويلي دي چې په دغه کتنه کې به  د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو او يو د بل سره په مرستو پراخولو خبرې وشي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button