کورنيو چارو وزارت: دافغان سرتيري درملنه په پاكستان كې نه ده شوې
کابل (عزم : چارشنبه ، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل)
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د پاكستان د امنيتي چارواكو هغه څرګندونې رد كړې، چې ګواكې د يو افغان سرحدي سرتېرې درملنه يې په دغه هېواد كې كړې ده
د كورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، وسله والو مخالفينو پرون د كونړ د سركاڼو ولسوالۍ پر نواپاس كنډك، چې د افغانستان او پاكستان ترمنځ پرته سيمه ده ؛ بريد وكړ، چې له امله يې د يار جان په نوم يو افغان سرحدي سرتېرى ټپي شو..
د سرچينې په وينا، نوموړى سرتېرى د پاكستان د ګرځنده روغتيايي كاركوونكو له لومړنيو مرستو وروسته ننګرهار ولايت ته ولېږدول شو او اوسمهال د جلال اباد ښار په يوه روغتون كې تر درملنې لاندې دى.
د كورنيو چارو وزارت د پاكستان د ګرځنده روغتيايي كاركوونكو د مرستې ستاينه كړې او د پاكستاني امنيتي چارواكو دا ادعا يې رد كړې، چې ګواكې له پولې اخوا يې ددغه سرتېري درملنه كړې .
د يادونې وړ ده چې تېره ورځ رسنيو د پاکستان د پوځي چارواکو له قوله راپورونه خپاره کړل چې يو افغان امنيتي سرتيری يې د تداوۍ له پاره پاکستان ته اړولی دی.
عبداللطيف نظيف