پېښور: قاسم علي خان جومات دپنجشنبې ورځ لومړۍ روژه اعلان کړه

367539-poplzai-1434566114-713-640x480

پېښور (عزم : چارشنبه ، غبرګولي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل)

په پاکستان کې د تېرو کالونو په څېر سږ کال هم د يو ځای روژې  نيولو خوب پوره نه شو او يو ځل بيا د پېښور ښار مرکزي او مشهور جومات (قاسم علي خان جومات) د پاکستان د مياشتې دليدلو کميټۍ (هلال کميټۍ) د فيصلې په خلاف سبا(پنجشنبه) د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د پېښور په قاسم علي خان جومات کې د مفتي شهاب الدين پوپلزي په مشرۍ د سيمه ايزو مشرانو او د جومات د منتظمينو له خوا نن د روژې د مياشتې د ليدلو له پاره غونډه وشوه  او سبا پنجشنبه يې لومړۍ روژه اعلان کړه .
رسنيو سره د خبرو پرمهال مفتي شهاب الدين پوپلزي وويل چې  د کوهاټ،چارسده،مردان او بنو په شمول څو نورو سيمو نه د روژې د مياشتې دلېدلو شهادتونه يې ترلاسه کړي،نو ځکه سبا د پنجشنبې ورځ لومړۍ روژه ده.

د قاسم علي خان د جومات له اعلان نه وروسته په پېښور،کوهاټ مردان،بنو او نورو سېمو کې سبا لومړۍ روژه اعلان شوه.

د يادونې وړ ده چې نن ماښام د پاکستان د مياشتې د لېدلو کميټې مشر مفتي منيب الرحمن وويل چې له ټول هيواد څخه يې هيڅ کوم شهادت تر لاسه نه کړ نو ځکه د جون ۱۹ نېټه د جمعې ورځ يې د روژې د لومړۍ نېټې په توګه اعلان کړه.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې هرځل د پاکستان د مرکزي دولت او عامو پاکستانيو په دې اړه اختلاف موجود وي خو په پاکستان کې ميشت افغان کډوال بيا روژه او اخترونه له سعودي عربستان سره کوي.

 

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button