د تورخم شخړه او د پردې تر شا معاملې

خط اول :

له تیرو څو ورځو راهیسې په رسنیو کې د افغانستان د سرحدي ښارګوټي تورخم اړوند د شخړې او جنګ جګړې خبرونه ګرځي راګرځي. د تورخم په ښارګوټي کې تاوتریخوالی له هغه وروسته پیښ شو کله چې ظاهرا پاکستاني ملیشو هڅه پیل کړه تر څو صفري نقطې ته نږدې دروازه او امنیتي تاسیسات جوړ کړي. د پاکستاني عسکرو ددې اقدام په وړاندې د افغان پوله ساتو مشر ایوب حسین خیل غبرګون وښود چې بالاخره خبره دوه اړخیزې مسلحې جګړې ته ورسېده چې په نتیجه کې یي له دواړو خواوو څو تنه سرحدساتونکي مړه او ټپیان شول.

خو د تورخم له شخړې څخه له پیله داسې بریښېده چې د اشرف غني په مشرۍ رژیموال د یوې ملي حساسې مسئلې په ځای فقط د یوې تبلیغاتي سوژې په حیث ترې استفاده کوي.له همدې امله خو یي د موضوع دودولو ته په رسنیوکې خورا کش ورکړ، د پارلمان وکیلانو، د ننګرهار د ولایتي شورا غړو او ځینو نورو چارواکو د ځان مشهورولو لپاره د جګړې ډګر ته د تلو اعلانونه وکړل، حتی ځینو خو له چانټو او ګردنیو سره اخیستي انځورونه هم په فیسبوک خپاره کړل. د پارلمان مرستیال ظاهر قدیر وعده وکړه چې د افغانستان بیرغ به په اټک رپوي،دغسې او دې ته ورته نورې هم ډیرې رسنیزې تشې او بې عمله لاپې وشوې.

مګر د چهارشنبې په ورځ جګړه ناڅاپه ودرېده او رسنیو راپور ورکړ چې د وړاندیني جوړجاړي له مخې به پاکستانۍ ملیشې د صفري نقطې په دیرش مترۍ، کټ مټ هماغه متنازع فیها ځای کې د دروازې د جوړولو کار پیلوي.

له دې اعلان سره رسنۍ او او فیسبوکي ریاکاران ټول چوپ کیناستل، هیچا د رښتیا په ځای کې دا سوال راپورته نکړ چې ولې پاکستاني ملیشو ته پولې ته په دومره نږدې فاصله کې دتاسیساتو اجازه ورکول شوه، په دې ځای کې هیچا د وطن فروشۍ او ملي خیانت مدعا مطرح نکړه بلکې ټولو د فیسبوک شعاربازانو دا ناکامي په خړو سترګو وزغمله.

په تورخم کې جګړه اوس پای ته رسیدلې، ظاهرا هرڅه د پاکستان په ګټه انجام شوي، دروازه په هماغه ځای جوړیږي چې له وړاندې یي کار پيل شوی و،په دې جګړه کې د څو تنو افغان عسکرو وینې تویي شوې، د لراوبر پښتنو ترمنځ توندې خبرې او حتی ښکنځلې او ددښمنۍ اخطارونه تبادله شول. مګر په پای کې خبره همداسې سړه او مبهمه پای ته ورسېده او هیڅوک پوه نه شول چې دا داستان ولې پیل شوی و؟ غرض او مقصد په کې څه و؟ او څرنګه داسې ګونګ او ناڅاپه پای ته ورسېد؟

اصلي خبره داده چې امریکایان غواړي د ډیورنډ پوله د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي سرحد په حیث په افغانانو ومني، د همدې لپاره یي له وړاندې د اشرف غني ډله قانع کړې ده، اوس ددې لپاره چې دغه موضوع مطرح او خبرسازه کړي نو ددغسې شخړو طرح کول او رسنیز کول یي مقدماتي کارونه دي.

په دې مصنوعي شخړه کې بل غرض د لراوبر وروڼو اولسونو تر منځ د نفاق او بدبینۍ تخم شیندل او د ناباورۍ په اور تیل پاشل وو، غربي رسنیو او پردیپالو واکمنو دغه سناریو په ډیره دقت انجام او ولوبوله. څو ورځې یي خالي الذهنه ساده ګان په ډیره ښه توګه د خپلو اهدافو لپاره وکارول او خپل مصنوعي سناریو یي ډیره ښه ورباندې تمثیل کړه. خو کله چې یي خپل هدف تر لاسه کړ موضوع ناڅاپه او د تمو خلاف هغسې پای ته ورسېده څرنګه یي چې د پردې تر شا لویو لوبغاړو فیصله کړې وه.

د تورخم د شخړې له سرنوشته باید دا زده کړو چې د غوږ له کتلو پرته په پیشو پسې لاړ نه شو. د اشغالګرو دسیسې خورا ژورې او غولوونکي دي. اشغالګر غواړي د سیمې وروڼه قومونه تر خپل منځ سره بدبینه او په دې توګه په خړو اوبو کې ځان ته د کب نیولو فرصت تر لاسه کړي.

د دښمنانو له دې فریبونو به مو یوازې بینا سترګې او په بصیرت سره ګام اوچتول خلاصوي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button