له فاریاب نه دتازه نښتو خبر ورکړل شوی،طالبان د پراخو سیمو د نیولو ادعا کوي

له فاریاب ولایت نه به تازه ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي، دالمار ولسوالي په مربوطاتو کې دحکومتي عسکرو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ نښتې شوې دي.

د فاریاب امنیتي چارواکو له طالبانو سره د جګړې خبره تاید کړې خو د تلفاتو په اړه یې تر دې دمه جزیات نه دي ورکړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته يوه لیږل شوي پیغام کې ویلي، تیره شپه د فاریاب ولایت د المار ولسوالي د قرای په سیمه کې یې د امنیتي عسکرو په یو شمیر پوستو او پوځي مرکزونو باندي په هماهنګ ډول حملې ترسره کړې، دښمن له لږ مقاومت وروسته سیمه تخلیه کړه، د قرای سیمې د بازار په شمول پراخه منطقه یو شمیر پوستې او مرکزونه دطالبانو لاسته ولویدل، نوموړي زیاتوي په نیول شویو پوستو کې ۷ عرادې رینجر ۲ ټانګونه، ۷ موټر سایکلونه او زیات اندازه سپکه او درنه وسله نیول شوې.

احمد بشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button