هرات کې بمي چاودنې شپږ پوليس افسران وژلي
هرات (عزم: جمعه ، ٢٦ چنګاښ ٩٤): د هرات د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ماين چاودنې د پوليسو شپږ افسران وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
د هرات د والي وياند احسان الله حيات رسنيو ته د دې پېښې پخلى وکړ.
هغه وويل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د ګذرې ولسوالۍ په زيارتجايي سيمه کې رامنځته شوې ده.
د والي د وياند په خبره، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د يادو پوليسو موټر له زيارتجايي کلي څخه د خپلې قرارګاه پر لور په حرکت کې و.
په عين حال کې د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د پوليسو يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، رسنيو ته وويل چې چاودنه نن سهار د اختر له لمانځه وروسته شاوخوا لس بجې وشوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې چې په دې پېښه کې د ګذرې ولسوالۍ د پوليسو عملياتي امر، له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير، د پوليسو د استخباراتو معاون او دوه نور افسران وژل شوي دي.
خو سرچينې د ټپي شوو دوو پوليسو هويت په ډاګه نه کړ.
تر اوسه د دې پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
د ګذرې ولسوالۍ د هرات ښار په ١٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري او د دغه ولايت يوه له نسبي نا امنو ولسواليو ګڼل کېږي.
عبداللطيف نظيف