افغانانو په تش لاس انګرېزي ښکېلاک ته ماتې ورکړه

د انګرېزانو جغرافیایي جوړښت چې د مستعمراتي هڅو پر بنسټ جوړ شوی ؤ تمه یې درلوده چې د خپلې مستعمراتي واکمنۍ لمن لاپسې پراخه او د افغانستان واکمني هم د یوه ګوډاګې رژیم په وسیله اداره کړي دې موخو ته د رسېدو لپاره يې د مختلفو پلمو او کړنو څخه کار واخیست او د افغانانو تر منځ یې یو شمېر استخباراتي کړۍ په کار واچولې، هڅه یې وکړه چې د خپلو لاسپوڅو په وسیله يو اوږد مهاله ګوډاګی رژیم چې په سیمه کې د انګرېزانو ګټې خوندي وساتي ملاتړ ته دوام ورکړ، خو په هېواد او خپلواکی مین افغانان چې د انګرېزانو هر ډول دسیسې یې له نږدې څارلي وتوانېدل خپل د آزادۍ او خپلواکۍ سرښندونکي پلویان سره را ټول او د انګرېزي ښکېلاکګر پوځ په مقابل کې جګړې ته دوام ورکړ. معلومه وه چې د انګریزانو لښکرې په عصري وسلو سمبال وي خو افغان مېړنی ولس چې هېڅ شی يې نه درلودل په زنګ وهلو تورو او چقمقي ټوپکو د غلیم سره د هېواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو جګړه پیل کړه،جګړې د هېواد په مختلفو سیمو کې زور واخيست او د هرې ورځې په تېرېدو سره د غازیانو په لیکو کې زیاتوالي رامنځ ته کېده،ځکه پر وطن مینو افغانانو د هېواد اشغال او مستعمیراتي کړنې نه شوې زغملی،نو له دې امله د مجاهدینو په لښکرو کې په خپله خوښه ځوانانو برخه اخیسته او د انګرېزانو په مقابل کې يې جګړې ته دوام ورکاوه. انګرېزانو د مختلفو وړاندوینو له مخې پيشنهاد درلود چې افغانان د جګړې څخه لاس واخلي،خو د افغان ولس په رګونو کې چې د آزادۍ او خپلواکۍ جذبه په جوش راغلې وه د انګرېزانو هرې غوښتنې ته د رد ځواب ورکړ او په مختلفو معاذونو کې یې زیاتې بریاوې تر لاسه کړي. انګرېزانو د ډېرو تلفاتو په منلو سره اړشول چې د آزادي غوښتونکو افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او خپلو لښکرو ته د شاتګ امر وکړ،همدا وجه وه چې د څلورو اوونیو سختو او سرنوشت سازو جګړو وروسته انګرېزان اړشول چې اوربند وکړي او د خپلواکۍ غوښتونکو غازیانو غوښتنې ومني او د افغانانو خپلواکې تر لاسه کولو ته تن کېږدي.
خپلواکۍ او آزادي د هر انسان طبیعي حق دی هېڅوک نه شي کولی د چا خپلواکي او آزادي سلب کړي همدا وجه ده چې په زیاتو هېوادو کې د مستعمیراتي ځواکونو کمپل ورځ په ورځ ورټول شوه او د نړۍ ډېر شمېر هېوادونه د انګرېزي ښکېلاکه وژغورل شول، افغانانو هم په پوره سرښندنه د انګرېزانو څخه سیاسي خپلواکۍ ترلاسه کړه او انګریزانو ته یې داسې ماتې ورکړه چې تر دې دمه یې هېرولی نه شي.
لیکنه: عبدالقیوم