د باران څاڅکي ولې له ډيرې لوړې ارتفاع څخه تر را لوېدو وروسته هم نرم وي؟
دا چې د باران څاڅکي ولې ډېر لطيف او نرم دي په داسې حال کې چې د باران څاڅکي له ډیرې لوړې ارتفاع څخه راغورځېږي (څېړوونکو ويلي دي چې لوړه ارتفاع يي ۱۲ کيلو متره ده)، که له همدې ارتفاع څخه د د باران څاڅکو په اندازه عادي اوبه راوغورځول شي د ځمکې جاذبه قوه يې په وزن او سرعت کې زياتوالی راولي او هغه د اوبو خپل نرمښت له منځه ځي، تاسې به ليدلي وي چې د لوړ ځای څخه د نورو عادي اوبو څاڅکي په انسان ښه نه لږېږي او حتی که لږ تکراري شي ځمکه کې څه اندازه واړه سوري کوي، خو باران په عموم کې داسې ته وي!
په تفسير البغوي کې امام بغوي رحمه الله د دې آيات مبارک( وما ننزله إلا بقدر معلوم ) په تفسيرکې ويلي دي چې د هر څاڅکي باران سره الله تعالی يوه پرښته ملګرې کوي په کوم ځای کې چې ورته امر شوی وي هماغه ځای ته يې وړي، نو له دې څخه معلوميږي چې د باران څاڅکي عموما نرم وي ځکه چې نزول او موقعيت يې د الله تعالی په امر د پرښتو په واک کې وي!
( وما ننزله إلا بقدر معلوم ) لكل أرض حد مقدر ، ويقال : لا تنزل من السماء قطرة إلا ومعها ملك يسوقها حيث يريد الله عز وجل ويشاء .
د همدې قول د لا پياوړتيا لپاره يوې بلې موضوع ته اشاره کوو، هغه دا چې نبي علیه السلام په څو ويلي دي چې د باران پر مهال وخت کې دعاء قبلېږي لاندې احاديثو ته ورکرځو:
۱- عن سهل بن سعد أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( ثنتان ما تردان : الدعاء عند النداء ، وتحت المطر ) .
“المستدرك” (2534) والطبراني في “المعجم الكبير” (5756) په دې حديث شريف کې د دعاء قبلېدلو دوه وختونه ذکر شوي دي: د آذان او باران ورېدو وختونه.
۲- وعن مَكْحُولٍ رضي الله عنه قال : أن النبي صلى الله عليه وسلم قال:((اطلبوا إجابة الدعاء عند التقاء الجيوش وإقامة الصلاة ونزول المطر)) اخرجه الشافعي في کتابه (الام). په دې حديث شريف کې د دعاء قبلېدلو درې ځايونه ذکر شوي دي: د کفارو سره د مسلمان لښکر مخامختيا پرمهال؛ د لمانځه د اقامت پرمهال او د باران ورېدو پرمهال.
داچې په کائناتو کې هر څه د الله تعالی په ارادې پورې تړلي دي سائنسي علوم هم دانسان له عقل اوتجربې څخه لاسته راغلي دي خو دهرې پېښې شاته يو باطني ځواک شتون چې ديو مسلمان عالم جيوليجيست دجغرافيې متخصص، د طب ډاکټر.. ټولو ته اړينه ده چې په خپلو څېړنوکې دغې برخې ته په لومړي سر کې پاملرنه وکړي او د څېړنې يوه مهمه برخه يې وشمېري.
لیکنه: مسلم درمان