مالیې وزارت: هیواد ته د هر ډول پلاستیکي کڅوړو واردول منع دي

عزم( پنجشنبه، د زمري ۲۶ مه، ۱۴۰۲): مالیې وزارت پر خپله رسمي تویټرپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو راهیسې له بهره د هر ‌ډول پلاستیکي کڅوړو واردول په مطلق ډول منع شوي. وزرت وایي چې له دې چارې یې موخه د چاپیریال خونديتوب دی.
وزارت وړاندې لیکي چې تر فتحې وروسته یې هېڅ سوداګر ته اجازه نه ده ورکړې چې پلاسیتکي کڅوړې دې افغانستان ته راوړي.
دوی وړاندې وایي چې یوازې په کندهار ګمرک کې د ۳۰۰ پارسله پلاستیکي کڅوړو د واردېدو مخه نېول شوې، چې هر پارسل یې ۲۵ کیلوګرامه کیږي. د وزارت د مسوولنیو له انده چې هڅه کېده یاده ۳۰۰ پارسله کڅوړې په قاچاقي بڼه هیواد ته دننه شي.
د مالیې وزارت د ګمرګونو لوی ریاست له ټولو سوداګرو او هټيوالو په کلکه غوښتي چې د هر ډول پلاستیکي کڅوړو له واردلو ډډه وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!