د تازه میوو ګټې

۱: شفتالو د بدن حرارت سموي او له بدن څخه هر ډول زهریات باسي .
۲: ام مثانې ته طاقت ورکوي.
۳: انار د ځیګر درد لیری کوي، خوا ګرځیده کموي، زوړ زوکام او ریزش لیري کوی.
۴: منځ فولاد لري، زړه ته قوت ورکوي، البته هغه څوک چی د پښتورګي ډبرې او درد لري باید مڼه و نه خوری او پرهیز ترې وکړي.
۵: کیله لوږه ختموي، قبض لیری کوي، دایمي زکام ختموي، د بدن خارش ختموي او کولمو ته ګټه رسوي.
۶: لیمو د بدن وینه زیاتوي، تنده کموي، سستي او لټي لیري کوي، د بدن مالګه پوره کوي، پر بدن باندي تور داغونه او بدرنګه ټپونه لیري کوي، د بدن مکروبي زهریات خصوصاً له کولمو څخه باسي او د تبي اثرات لیري کوي.
۷: امروت د قبض شکایت لیري کوي، معدې او سږو ته ډیره ګټه رسوي.
۸: الوچه هاضمه سموي او د لیمو په شان د بدن مالګه پوره کوي.
۹: انګور صفا او تازه وینه زیاتوي، پښتورګي او مثانه پاکوي، د سترګو دید زیاتوي او د بدن زړه او پخوانۍ ګرمي باسي.
۱۰: توت قبض ختموي، د بدن ګرمي باسي، په بدن کی مختلفي مکروبي ناروغي له منځه وړي او معدې ته بي حسابه ګټه رسوي.
۱۱: انځر بدن ته وده ورکوي، صفا وینه پیدا کوي او لوږه ختموي یعني سړی مړوي.
۱۲: هندواڼه بولې او پښتورګي صفا کوي، بدن تازه کوي او د بدن ګرمي باسي.
۱۳: خټکي مثانه او پښتورګي پاکوي، البته ریزشي میوه ده او د شکرې په ناروغي اخته کسانو ته ډیر زیات تاوان لري.
۱۴: ګنيد معدي ځیګر او د مثانې ګرمي باسي، بولې صفا کوي او لټي ختموي.
۱۵: مالټه د بدن ګرمي باسي او پیچش یا دستونه لیري کوي، د سترګو نور زیاتوي، بدن ښایسته او تر و تازه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button