د حضرت عُمر رضی الله عنه کرامت

د (يا ساريه! الجبل) عجیبه کیسه
هلته په يوه کوچنۍ منطقه کي چي (داربِجَرد) ور ته ويل کېده: يوه عجبه واقعه پېښه شوه، هغه دا چي دارِبَجَرد يوه منطقه وه چي د مسلمانانو يو کوچنئ لښکر د ساريه بن زُنَيم الکناني(رضي الله عنه) په قوماندانۍ ورغلى ؤ او هلته يې د هغو خلکو سره جنګ شروع شو، دغه جنګ په دښته کي او و غرو ته نژدې ؤ، جنګ ډير شديد سو، فارسيانو د کُرديانو څخه کومک و غوښت، کُرديانو هم يو پوره لښکر د فارسيانو د کومک دپاره را ولېږى.
نو دغه دوه لښکره چي یو لښکر د فارسيانو ؤ او بل د کُرديانو ؤ د ساريه(رضي الله عنه) د کوچني لښکر په مقابل کي جنګيږي او حمله يې پر وکړه، جنګ شديد سو او قريبه وه چي ساريه(رضي الله عنه) د خپله لښکره سره محاصره کړل سي او شکست وخوري، په دغه وخت کي چي هلته دغه شدید جنګ روان دى حضرت عُمر(رضي الله عنه) په مدينه منوره کي د جمعې د ورځي خطبه ویل، خطبه یې پرېښوول او د خطبې په منځ کي یې ناري کړه:
(يا ساريه! الجبل) دغه ناره یې دوه درې واره تکرار کړه او بیرته یې په هغه خپله خطبه شروع وکړه، ځيني کسانو یو د بله سره وکتل او ویل سړﺉ لېونی سو، پسله خطبې او لمانځه څخه عبدالرحمْن بن عوف(رضي الله عنه) چي د حضرت عمر(رضي الله عنه) سره یې بېله تکلیفه خبري کولې ورغلی او حضرت عمر(رضي الله عنه) ته یې و ویل: ډیر ځله زه پر خلکو ستا په باره کي ملامتي وایم او ستا څخه دفاع کوم خو ته داسي کار وکې چي دوی لره پر خپل ځان د خبرو کولو موقع ورکړې، دا دي اوس څه وکړه چي د خطبې په منځ کي دي ناري کړه (يا ساريه! الجبل) دا اوس څه خبره وه چي تا وکړه؟ حضرت عمر(رضي الله عنه) و ویل: والله زما خپل ځان په اختیار کي نه ؤ ما دغه د ساریه لښکر لیدی چي د یوه غره سره په جنګ مشغوله ؤ او د کفارو لښکر د شا او مخ له طرفه پر راغلی نو زما څخه بې اختیاره و ویل سوه (يا ساريه! الجبل)
يعني: يا ساريه! د غره و طرف ته ولاړ سه په دښت کي مه درېږه.
ساريه او هغه مسلمانان چي د ده سره وه د حضرت عُمر(رضي الله عنه) آواز د آسمان له طرفه اوري چي نارې وهي: {يا ساريه بن زُنَيم! الجبل الجبل} مسلمانان په تعجب کي دي چي دا څنګه ږغ دى؟ آواز د عُمر دى او د آسمان له طرفه ور ته راځي؟ ساريه هم امر وکى چي د غره و طرف ته پر شا ولاړ سى، مسلمانان غره ته ولاړه یو خو یې د شا طرف په غره وساتل سو او هلته يې لښکر هم منظم او مرتب کړى او بيا يې پر کفارو حمله وکړه او کفارو ته یې شکست ورکړى، او بيا يې د دغي فتحي خبر و حضرت عُمر(رضي الله عنه) ته ور و لېږى، د دغه نفر څخه چي د فتحي خبر يې راوړى ؤ مسلمانانو پوښتني کولې چي آيا تاسي په جنګ کي يو آواز واورېدى؟ هغو ويل هو والله! كفارو د جمعې په ورځ پر موږ حمله وکړه او موږ د زوال پر وخت واورېده چي یو چا دوه واره را ناري کړه :{ يا ساريه! الجبل الجبل} موږ په تعجب کي سوو، د عُمر(رضي الله عنه) آواز مو د آسمان له طرفه اورېدى چي ويل يې:{ يا ساريه! الجبل الجبل} نو موږ هم د غره و طرف ته ولاړو او پر دښمن مو شدیده حمله وکړه څو الله(جل جلاله) شکست ورکړی.