سمنګانو ته د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی

عزم(یکشنبه‌، د وږي ۲۶مه، ۱۴۰۲): د سمنګانو د اطلاعاتو او کولتور ریاست مسوولانو ویلي چې دې ولایت ته په دې وروستیو کې د بهرنیو ګرځندویانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
مسوولان وایي چې په دې وروستیو کې له دې ولایت څخه نه یوازې کورنیو توریستانو لیدنه کړې، بلکې له بهرنیو هیوادونو څخه هم ګڼ ګرځندویان ورمات شوي.
د سمنګانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ګرځندوی امر تاج‌الدین تانش له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۲۵۰ بهرني سلانیان د دغه ولایت له طبیعي ښکلاوو او لرغونو سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د سمنګانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مالوماتو له مخې، په دې ولایت کې تر ۱۱۴ ډېرې لرغونې او کولتوري سیمې شته چې ‍۱۰۴ یې د دې ولایت له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سره ثبت دي.
یاد ه دې شي چې تر دې پخوا، د غور او غزني ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو ویلي وو چې دې ولایتونو ته تر بل هر وخت ډېرو بهرنیو ګرځندویانو مخه کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button