برازیل کې د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي

 عزم: (یک‌شنبه‌، د وږي ۲۶مه، ۱۴۰۲): بهرنیو رسنیو خبر ورکړی چې د برازیل په بارسلوس ښار کې د یوې الوتکې د لوېدو په پېښه کې ۱۴ کسان وژل شوي دي. سي این این خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د وږي په ۲۶مه راپور ورکړ چې دغه الوتکه چې سیلانیان په کې سپاره وو، د شنبې په ورځ نسکوړه شوې ده. د دغه هېواد د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې ۱۲ سیلانیان، یو پیلوټ او یو د پیلوټ همکار وژل شوی دی. د معلوماتو پر بنسټ، له دې پېښې وروسته د دغې الوتکې هېڅ مسافر ژوندی نه دی پاتې. د سي ان ان په وینا، پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د دې الوتکې مسافر د تفریحي کب نیولو تمرین کولو لپاره روان وو. ویل کېږي پېښه د هوا خرابوالي له امله رامنځته شوې ده. تر اوسه د دغه هېواد چارواکو د پېښې د قربانیانو د هویت په اړه کره معلومات نه دي ورکړي چې آیا هغوی د برازیل اتباع دي او که نه. تر دې مخکې هم د برازیل په سائو پائولو ایالت کې د یوې الوتکې د لوېدو په پایله کې د الوتکې ۷ سپرلۍ وژل شوې وې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!