حزب التحریر او افغاني تحریریان

انجنیر جلال الدین عمر
عجبه ده! پرون یې افغان مسلمان ورور په کلسټر بمونو او B52 بمباریده، د ګردې نړۍ کفار پرې را ټول ول، چاپې وې، ظلمونه ول؛ عملاً هیواد اِشغال او جهاد په افغان ولس فرض عین وه.
په دې حالت کې دا جنابان نه خپه ول نه یې دا حالت ظلم باله، نظامي جهاد یې هسې بابولالې ګڼلې، او په هیڅ اړخ کې یې ځان د اشغال په مقابل کې مسئول نه احساساوه.
نن بیا تاسې په کوم منطق د ایغور مسلمان په درد درمند یاست او چیغو مو تمامه سوشل میډیا په سر اخیستې، تاسو ته پکار دا وه چې د چیغو پر ځای مو د کفر په وړاندې مبارزه کړې وی او عملي ګامونه مو اخیستی وی، خو تاسو نه تنها دا چې کوم عملي ګام وانخیست بلکې نن مو په پوره سپین سترګی د ځمکې پر مخ د یواځیني اسلامي نظام په تخریب پسې را اخیستې او له ځانونو مو د اسلامي امت ستر مدافعین جوړ کړي، حال دا چې په ټول عمر مو د امت د دفاع لپاره یو څپیړه نده خوړلې، او تل مو د طاغوتې نظامونو په غیږ کې غونډې جوړې کړي، او ستاسې د غونډو د امنیت نیولو په پار به ګوډاګي عسکر قطار دریدلي ول، د همدي ګوډاګیو نظامونو وکیلانو، والیانو، امنیه قومندانانو..… له خوا به په پراخه کچه ساپورټ کیدلی، مختلف نوع حمایتونه به مو کیدل، او ښه په ډاډه زړه به مو خپل کار مخ ته بو.
تاسو د اسلامي امت عوام او خالي الذهنه خصوصاً مکتبي او پوهنتوني ځوانان د خلافت، اسلامي نظام…. وغیره وغیره خوږو نومونو وغولول او په هغه تاریکه ګودال/کنده چې د استعمار؛ خصوصاً یهودي استخباراتي شبکو په لاس جوړ سوی حزب التحریر په منحوسه او پلیته د اسلام په نوم د اسلام لمنځه وړونکې څاه ته ور وغورځول، او دا فکر به مو ورکړ چې ته په حقه یې، فقطې چې تحریری وې نور زیتي هر څه کوه، تر ټولو ښه مسلمان ته یې، ډیر حرام به مو په مختلفو توجیهاتو ورته حلال وګرځول، او دا به مو ورته وویل چې نن د جهادي مبارزې وخت تیر شوی، باید یوه اسلامي کتله رامنځ ته شي، نور نو خلافت په خپله منځ ته راځي. (شاید هم دا خلافت له آسمانه درته رالویده، که څنګه؟ )!
تر ننه مو د امت عظیمه کتله ځوانان په دا بابولالو غلط کړل او لا یې هم په ټوله سپین سترګی او مړ سترګی غلطوي.
تاسو د امت د مدافع توب څرمن په خپل کرغیړن مخ را کش کړی، خو په عمل کې د امت په درد تر ټولو بې تفاوته جریان وې او یاست.
تاسو په خپله څه باندې اویا ۷۰ کلنه په اصطلاح مبارزه کې تر اوسه دا خلافت/ اسلامي نظام په یوه بسوه ځای کې هم پیاده/حاکم کړی؟ نه!
آیا ستاسو په دا ۷۰ کلنه مبارزه کې لا تر اوسه کومه قرباني، شهید، بندي،… ورکړل سوی؟ نه
آیا تر اوسه تاسې د اسلام کوم دښمن ته مطلوب وې؟ نه…
تحریریه!
ستا دا منافقانه او دوه مخی دریځ ستا د مرئیتوب او د غلامۍ څرګنده نښه ده، ته د استعمار خصوصاً د یهودو د پلانونو او پروژو عملي کوونکی وې او اوس هم یې، ته په خپل ټول تاریخ کې د میړانې، ایثار، قربانې، غیرت… یو داستان هم نلرې.، او فی الحال عملاً د غرب د لوډسپیکر په توګه دنده پرمخ بیایې.
ته هیڅ وې او هیڅ یې، او هیڅ به وې.
او په دې هم سره ښه خلاص کړئ چې؛ اسلامي امارت نه پاکستان دی، نه ترکیه او نه تاجکستان..، مونږ د الله ج د دین، هیواد، ملت او نظام له دښمنانو سره ډیر سریع او قاطع برخورد کوونکي یو، او هیڅ چاته دا اجازه نه ورکوو چې د ملت خصوصاً د ځوان نسل اذهان مخشوش او د ولس او نظام تر منځ بې باوري او فاصلې ایجادې کړي.
په اخیر کې به له تاسو لوستونکو څخه یوه پوښتنه و پوښتم دا چې:
هغه خلک چې پرون یې خپل هیواد اشغال وه نظامي کافر یې په خپل کور کې ورته اړولي وه او دوی یې په خلاف هیڅ هم ونکړل، نو آیا نن به سل یا زر کیلومتره لیرې د ایغور مسلمان په ننګ کومه توره، منډه یا سعیه وکړي؟ هیڅ کله هم نه!
این خیال است و مهال.