نهه دېرشمه في البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه: محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه: ۲۸/صفر/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
هیڅ د فلک له خویه نه زده د چا
کله طـوفـان، کله جـامـونه راشي
ارواښاد حمزه بابا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تش په کتو څه توپانونه راشي
چې د بڼو کتار پوځونه راشي
استاد فضل ولي ناګار

جوړې به بیا شي د ورېښمو لارې
چې د زعفرانو بهیرونه راشي
پیر محمد کاروان

لکه د لار به يې پر سر اوړم
مخ ته که غرونه او رغونه راشي
نورالحبيب نثار

زموږ به هیلې په نڅا شي هله
چې په نغمو د ژوند راګونه راشي
ثاقب خپلواک

ډکې له اوښکو دې لیمې داسې دي
ته وا په سیند کې ګلابونه راشي
شرر ساپی

خوشبو د زلفو ته دي نه رسيږي
که د لونګو درمندونه راشي.
مل غني خيل

له غصې پس خندا، سره سره اننګي
په دوزخو کې جنتونه راشي
خالد ریحان ببری

چې په زړګي مې ستا خیالونه راشي
د للمې ګل ته بارانونه راشي
محمد ابراهیم همکار

ستا دیادونو رباب وترنګیږي
خولې ته نغمې، نغمې آهونه راشي
سید محمد صدیق

ستا د ښکلا شور تر حد دومره وتى
اوس هم غوږونو ته ږغونه راشي
نبيل شباب

بوی د لونګو له پیغامه خېږي
چې ستا له لوري سلامونه راشي
عباسي جانان

داسې یو څاڅکی مې نن راوړ کورته
ورپسې شاید دریابونه راشي
نسیم ایثار

د زړه په نوک یې تخنوم مسکېږي
د عرفان حِس ته نوښتونه راشي.
حامد ناصر

د یاد بارانه، لېمې مه شڼوه!
غرق به شم، بیا به سېلابونه راشي
جهادي عمري

زما د زړه دښته پرې ډکه ښه ده
ډک دې د مینې نه کورونه راشي
ولي الله غرور

د ماښامونو څیرې تتې ښکاري
امید لرو چې سهارونه راشي
اسرار عواد

یو چا له سترګو ملغلرې توی کړې
نری باران به ولونه، ولونه راشي
راشد کامران

د زمانې یوسفــه ومسېږه
چې په نڅا د ژوند رنګونه راشي!
خالد إحسان

د بسطامي په قدم ځم دیدن ته
که کیف د مینې ته خوندونه راشي.
راشد جالب

تدبیر به لاره د تقدیر جوړه وي
تطبیق ته بیا روایتونه راشي
عبدالسلام ضعیف

له هغه ځایه پاسېدل پکار دي
چې د سړو محفل ته خرونه راشي
اجل احمدزی

را مه شه وخت چې د خوشال په قبر
د مغل آس د پښو ګردونـه راشي
شيرين زوی

ځان ته بې کس نه وایم وشرمېږم
چې تر غوږو مې آذانونه راشي
امان الله مستغفر

چې د ګلاب مسک اننګي ووینم
ذهن ته ستا مسک انځورونه راشي
منصور درمان

لکه شبنم به مې آشنا شي راپېښ
چې نرګس راشي ګلابونه راشي
پیر محمد کاروان

ما به نهیلو ته همدا ویل چې
بیابه د ستورو کاروانونه راشي
عباسي جانان

د شمال مخې ته دېوال څه کوې
پرېږده هوا چې نګهتونه راشي
نورالحبيب نثار

د خیالیګر انځور له پامه پورته
په یو نظر یې زړه ته زړونه راشي
ثناءالله معصوم

زۀ چې لېوان هم په تصویر کې وینم
خیال ته مې څو شناخته نیتونه راشي
نسیم ایثار

موږ غريبان به پرې شتمن حساب سو
که ستا د حسن زکاتونه راشي
نبيل شباب

اوس دې نخرې کوه نازونه کوه
ګلې! زما به هم وارونه راشي
عرفان الله ایوبي

چې زنګېدلی نظر خوا ته در شم
له مړاوو سترګو دې جامونه راشي
خالد ریحان ببری

د زورورو اوبه بره خېژي
زمونږه خولې ته زمونږ زړونه راشي
هنر احمدزی

زه درته زړۀ له مينې ډک لرمه
خو ستا تندي کې نفرتونه راشي
مشفق حريتمل

هرې خبرې ته دې چوپ پاتې شم
کنه تر ســلو ځـوابونه راشي
مخلص کډوال

زه به تر څو ښه زندګي نه وینم؟
پر ما به کله ښه وختونه راشي؟
امین زرګر

ها د هندوې لور چې وخندېږي
په مخ یې سل رقم رنګونه راشي
تسل منیب

چې دنیا وګورم او ځان وګورم
ډېرې ګیلې له خپل ژوندونه راشي
زاهد ساپی

درد مې چې کله له خپله حده واوړي
ذهن ته شعر راشي لفظونه راشي
ساجد سهار

غواړم چې ودې کړم ديدن جانان
مخته مې هر ځای دېوالونه راشي
رضوان الله فیضاني

موږ به هم بیا ځل محبت وکوو
زمونږه زړونو ته که زړونه را شي
ماهر ځاځی

زړه مې خصلت د پښتنو خپل کړی
ماتېږي نه که پرې پوځونه راشي
ضيأ ضمير

د وچو وچو کاڼو حال به راوړي
تر سمندر به سُرابونه راشي
نور الله عرفان

د مور دعا را باندې سیوری لري
ځکه په هر قدم ګلونه راشي
سباون ریحان

مورې در ځار شمه په هر دیدن دې
زړۀ ته کعبه او طوافونه راشي
راشد مشفق

ستا د ښکلا ماڼۍ دې بيا جوړه شي
پرېږده چې ما باندې غمونه راشي
جاوید افغان

خزان خزان یم د سیالۍ نه یمه
راشه په ما چې بهارونه راشي
نوراني تڼیوال

چې د الفت نری شبنم وریږي
د بلبل ياد ته سره ګلونه راشي
صبغت الله مدبر

ما د ناکامې مینې زور لیدلی
خوندونه لاړشي او دردونه راشي
احمد غازي

چې ورک اشنا دې ناګهانه راشي
لکه خزان کې بهارونه راشي
عاکف مهاجر

خیال مې الوتی د نفرت له ځالې
اوس به دمیني ډک سیلونه راشي
حسن بلال

پر تا مين دې له تا لري ګرزي
دچا پرې هسې نه شکونه راشي
عصمت الله متقي

موږ به دوی څنګه تر مقصد رسوي
که په دې لاره بیا آسونه راشي.
وکیل احمد متوکل

چي د ملالې ټپه وږغيږي
پر دښمنانو يې ويرونه راشي
عبدالرحیم غياث

سپوږمۍ هم تته شي رڼا نه کوي
چي د جانان مخ ته يې غرونه راشي
صبغت الله مدبر

چې دې ګلاب ګلاب ځواني وويني
زر د اشنا په خوله سَتونه راشي
محمد ظاهر شکیب

چې ستا د نوم شبنم پرې وڅڅوم!
په خزان زړه مې بهارونه راشي
جهادي عمري

د خیال کالبوت مې پۀ نڅا پورته شي
ستا د وصال چې پېغامونه راشي
نقیب الله حنیف

ستا محبت دې حد ته وړی یمه
په خړ دیوال دي تصویرونه راشي
عتیق الله یون

ستا بیلیدل خو د تقدیر پرېکړه وه
ماته دې بیا بیا ارمانونه راشي
سیف صدیق

ستا دنامۀ د څاښت اوبۀ وڅیښم
پر مات زړګي چې مې دردونه راشي
رحمت الله ګرم

د ماشومتوب ژوند څه شاهي دنيا وه
کله به بيا هسې وختونه راشي
مشفق حريتمل

زه چې په کم ځای کې ګلان وکرم
یو ناڅاپي پرې خزانونه راشي
جواس سودایي

ته يې چې کړې نو څه خبره نده!
وار چې زما شي نو شرطونه راشي
سباوون

تا مې چينه د غزل وچه کړله!
څنګه به ذهن ته شعرونه راشي
عرفاني

چې پکې موږ د مينې چغه وکړو
را باندی شپه شي ماښامونه راشي
وحدت

چې خیال ته ستا خؤاږۀ یادونه راشي
زړۀ ته مې څړیکې او دردونه راشي
منصور درمان

پرېږدم دې نه هېواده ساتم به دي
مخته که هرڅو کړاؤنه راشي
سیحان کندهاری

شبنم په غېږه د ګلاب کې ویدۀ
پر پاڼو څاڅکي لکه زړونه راشي
فاروقي خپلواک

ستا په خوږو خوږو کیسو پسې مرم
ستا د راتلو دې موسمونه راشي
دردمن خوستوال

چې شم ناهیلی ماته ډاډ راکوي
ستا له تصویر ستا اوازونه راشي
نسیم ایثار

خزان ځپلي دامید باغونه
ژوند کړو په طمع بهارونه راشي
وسیم مومند

چې د خواږه لالي پۀ مرګ خبر شم
زړۀ ته ساړۀ ساړۀ آهونه راشي
مظلوم يار

زه چي زړه ښه درسره وتړمه
قسمت شي خوار ستا جوابونه راشي
حنیف مظهري

وروستۍ طبۍ ته يې لږ صبر وکړئ
شايد ليدلو ته يې ورورنه راشي
طاهر اترنګ

اقصی ستا اوږد انتظار لږ پاته دی
ستا په امداد به لښکرونه راشي
مامون

ستادپيکي سيوري ته ناست يمه زه
ګوندې اه تللي مې خوبونه راشي
حيدري جان

ته یې د ښار او زه د غرونو ملنګ
څنګه تر ما دستا خطونه راشي
غازي انګار

پر دروازه ستا دعظمت وطنه
خم شي که هرڅو لوړ سرونه راشي
عتیق الله یون

له اسلامي اصولو نه تېرېږم
که د نړۍ زبر ځواکونه راشي
مهاجر فراهي

زما د بر سـ،ـنګر شـ،ـهیده آشنا
یاد ته مي ستا تکبیر غږونه راشي
قاري یوسف احمدي

تر اوسه هم دلیلي دښتي څخه
د حال په ژبه فریادونه راشي
عبدالسلام ضعیف

زردار به جوړ کړي د سرو زرو پالنګ
خو چې په زرو پرې خوبونه راشي
شيرين زوی

پای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!