هندوستان د اتم ځل لپاره اسیا جام وګاټه

عزم (یکشنبه، ۲۶/۶/۱۴۰۲): هندوستان د اسیا جام په پایلوبه کې سري لنکا ته په ماتې ورکولو سره د اتم ځل لپاره اتلولي خپله کړه.
پایلوبه چې نن په کولمبو کې ترسره شوه، پچه یې سري لنکايي لوبډلمشر داسون شانکا وګټله او لومړۍ توپ وهنه یې غوره کړه، چې دا پرېکړه ډیره غلطه ثابته شوه.
سري لنکا په لومړي اور کې ویکټه ورکړه او بیا د محمد سراج تر حیرانونکې توپ اچونې لاندې راغلل.
د سري لنکا ټول لوبغاړي ۱۵.۲ اورونو کې په ۵۰ منډو وسوځېدل.
په دوی کې ۵ لوبغاړو هیڅ منډه ونکړه او یوازې دوه لوبغاړي یې وتوانېدل چې ۱۰ څخه منډې زیاتې کړي.
کوشال مینډس ۱۷ او هیمنتا ۱۳ زیاتې منډې وکړې.
د هندوستان لپاره مسلمان لوبغاړي محمد سراج ۶ ویکټې واخیستې. له هغه پرته هارډیک پانډیا ۳ او جسپریت بومرا یو لوبغاړی وسوځاوه.
هندوستان ورکړل شوی هدف په ۶.۱ اورونو کې له کوم زیان پرته پوره کړ او لوبه یې ۲۶۳ توپونه وړاندې په ۱۰ ویکټو وګټله.
په لوبه کې ډير ریکارډونه هم ثبت شول.
محمد سراج د اسیا جام دوهم غوره بالینګ وکړ.
نوموړی دوهم لوبغاړی شو چې په کمو بالونو ۵ لوبغاړي سوځوي.
سري لنکا په اسیا جام کې تر ټولو کمترین او په نړیواله کچه دوهمې کمې منډې وکړې.
یاده لوبډله له دې وړاندې په ۴۳ منډو د جنوبي افریقا له لوري سوځول شوې وه.
د دې ترڅنګ دوی د بالونو په توپیر ستره ماتې وخوړه او د هند له لوري تر ټولو کمو (۱۵.۲) اورونو کې اوټ شول.
له دې وړاندې نیوزلینډ په ۲۰۱۵ کال کې ۲۵۰ توپه وړاندې له سري لنکا لوبه ګټلې وه.
د لوبې غوره لوبغاړی محمد سراج و چې ۷ اورونو کې یې ۲۱ منډې ورکړې، یو اور یې میډن کړ او ۶ مهم لوبغاړي یې وسوځول.
دا اتم ځل شو چې هندوستان اسیا جام ګټي.
اسیا جام د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۴ کې ترسره شو.
په ۲۰۱۸ کال کې د لومړي ځل لپاره د یاد جام شل اوریزه بڼه رامنځته شوه.
په سږني اسیا جام کې ۶ لوبډلو ګډون کړی و چې نیپال او افغانستان لومړي پړاو کې بهر شو او پاکستان او بنګله دیش بیا سوپر فور مرحلې کې وپرځېدل.
باید وویل شي چې دا د اسیا جام ۱۶م پړاو و.
په اوسني پړاو کې ۱۰۲ شپږیزې او ۴۸۷ څلوریزې ووهل شوې.
ډيرې ۳۰۲ منډې شوبمن ګیل او زیاتې ۱۱ ویکټې پاتیرانا واخیستې.