الماتي کې افغان جنرال قونسل کلتوري نندارتون کې ګډون کړی

عزم نیوز (د وږي ۲۶تمه، ۱۴۰۲): د قزاقستان په الماتي ښار کې د افغانستان سرپرست جنرال قونسل د الما فیسټ په نامه کلتوریزه غونډه او نندارتون کې ګډون کړی دی.

دا غونډه د سنبلې میاشتې په ۲۵تمه نېټه د د الماتي ښار د ښاروالۍ په ابتکار جوړه شوې وه او د بهرنیو هیوادونو د جنرال قونسلګریو ډيپلوماټانو او استازو هم برخه کې پکې اخیستې وه.

عزم نیوز ته د افغان قونسلګرۍ استازي ویلي چې په یاد نندارتون کې افغانستان هم خپل صنعتي او فرهنګي تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو. دا چې نندارتون فرهنګي بڼه درلوده، نو تر ډېره حده یې تمرکز د افغانستان په خوراکي او کلتوري شیانو و. ګډونوالو ته افغاني دودیز خواړه (لکه قابلي پلاو) او افغانستان کې جوړ ګازي مشروبات وړیا ووېشل شول.

په الماتي ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د داسې نندارتونو له لارې دوی کولای شي نورو وګړو ته د افغانستان د دود او کلتور په تړاو معلومات ورکړي او افغان توکو ته بازار پیدا کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button