فلای دوبۍ وروسته؛ ایرعربیه شرکت غواړي کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي

عزم(جمعه، لړم۲۶مه، ۱۴۰۲): د راپورونو په بنسټ له فلای دوبۍ وروسته ایرعربیه شرکت هم غوښتي چې خپلې الوتنې بېرته کابل ته پیل کړي.
فلای دوبۍ تېره چهارشنبه خپلې الوتنې له سره کابل ته پيل کړې. دې هوایي شرکت د څه باندې دوو کلونو راهیسې له کابل سره خپل هوایي پروازونه تړلي وو.
په دوبۍ کې د افغانستان سفارت ویلي چې د ایر عربیه هوايي شرکت عملیاتي ريیس د افغانستان له جنرال کونسل عبدالرحمن فدا سره په کتنه کې ښوولې چې کابل ته یې د پروزاونو د لړۍ د پيل کولو پرېکړه کړې ده.
په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ په دې اړه ویلي چې جنرال کونسل د یادې موضوع په اړه د کابل له هوایي چلند له وزارت سره په اړیکه کې دی؛ څو د ایر عربیه د الوتنو د پیل نېټه کره کړي.