چین؛ هرات زلزله ځپلو لپاره مو مرستې تورغونډۍ بندر ته رسېدلي

عزم(جمعه، لړم۲۶مه، ۱۴۰۲): په هرات کې زلزله ځپلو ته د مرستو د چمتووالي او سمون کمیسیون مسوولانو ویلي چې د هغه ولایت له زلزله ځپلو سره د چین مرستې د تورغونډۍ بندر ته رسېدلي دي.
د یاد کمېسيون وياند او د هرات د اطلاعاتو او کلتور رييس احمدالله متقي رسنیو ته ویلي چې د چین له خوا شوې ۳۶۰ ټنه مرسته د ماليې وزارت د استازي مفتي کفايت الله حقاني او د هرات ولايت مستوفیت ته سپارل شوې ده.
نوموړی وړاندې وایي: (( که څه هم دا مرسته بسنه نه کوي، خو تر یوه حده پورې د زیانمنوشویو ستونزې حلولی شي. ))
ویل کیږي چې په دې مرستو کې ژمنۍ جامې، خوراکي توکي، د لومړنیو مرستو بستې او نور توکي شامل دي.
یاده دې شي چې د هرات له زلزله ځپلو سره موده وړاندې چین د ۲۰۰ زره ډالرو مرسته اعلان کړې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button