روغتیا وزارت: په تورخم کې مو شاوخوا ۶۲ زرو تنو ته روغتیایي چوپړونه وړاندې کړي

عزم(جمعه، لړم۲۶مه، ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت په یوه خبر کې ویلي چې په تورخم ښارګوټي کې یې د راستوشویو کډوالو څخه څه باندې ۶۲ زرو تنو ته لومړني روغتیایي چوپړونه وړاندې کړي دي.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې وړاندې راځي، چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي ټیمونو له لوري تر دې مهاله، په تورخم کې د راستنېدونکو هېوادوالو په لنډمهاله پنډغالي کې ۶۲ زره ۱۳۸ ناروغانو ته روغتیايي چوپړونه وړاندې شوي دي.
وزارت څرګندوي چې په دې ناروغانو کې نارینه، ښځینه او کوچنیان شامل دي. ویل کیږي چې دې روغتیایي چوپړونو کې د ساري او ناساري ناروغیو، نس ناستي، شري، ډینګي، ملاریا، رواني روغتیا، تغذیې، واکسین او نورو بېلابېلو برخو کې وړیا چوپړونه وړاندې شوي دي.
وزارت ټینګار کوي چې روغتیایي ډلګۍ یې د کډوالو په چوپړ کې دي او له هېڅ ډول همکارۍ به درېغ ونه کړي.