پښـــــــــــتون اوپښـــــــــتو

لیکوال : عبدالله ابن مبارک احمدزی
هیرودت ۴۳۵ـ۴۹۰ دیونان نامتو تاریخ لیکونکي لیکلي دي چې دپاکتیساpactycia او باکتریا Bacteria خلک یو ډول کلتور لري. دغه خلک له باکتریا نه د پکتیکا خواته تللي دې.
هیرودت دخپل کتاب په۳۷۶ مخ کې لیکلې دې: ̋ پاکتیانو د څرمنو کورتۍ اغوستلې لیندۍ، غشي، او ځیځیرونه یې درلودل. ̋ همدارنګه د اوستا اوویدا په مذهبي کتابونوکې هم د پکهت د قومونو نوم ر اغلی دی مګر د هیرودت د ژوند مهال څرګند دی.
داچې دسند سیمه د پښتنو سیمه ده په دې کې هیرودت مرسته کوې او داسې وایې: ̋ د اریوش غوښتل چې په دې پوه شي چې دسند رود چیرته په سمندر کې بهیږي̋ ؟ ددې خبرې د اثبات لپاره یې یوه ډله خلک دغه سیمې( سند) ته ولیږل. ددغې ډلې مشر (یوکار یا ندې دسکولاکس) په نامه ؤ، له کاسیا تیروس څخه پاکتي سیا ته لاړل، دوی له ختیځ خوا څخه لویدیځ خواته لاړل وروسته له دیرشو(۳۰) میاشتو څخه هغه مقصد ته ورسیدل او ډیر لږ معلومات اخستل شوي ؤ. په هغې کې یو لیکوال چې علي رضوي نومېده او دافغانستان دتاریخ د ټولنې غړی ؤ دخراسان په مجله کې یې لیکلي ؤ ̋ چې داهم معلومه نه ده چې دهیرودت پکتويس مطلب همدغه پښتانه وي̋ اوس وګورئ چې په تاریخ اوجغرافیه دواړو کې ثابته شوه چې پښتانه همدغه خلک دي، یو د ( ک ـ ښ) فرق دی پکتانه یا پښتانه.
پاکیتیکیا چې هیرودت ډیر یاد کړی، ددوی کلتور ځکمه او نور خویونه باکتر، بلخ، پاکت، پاکتي، پاکتیا پاکتیکیا چې همدغه کلمې داسې هم لوستل کیږي پاکتیسي، پاکتیس، پاکتیسا په یونایې ژبه کې څه تغیر راځې خو بیا هم دومره توپیر نه لري دا دپښتنویوه لنډه پیژندنه وه.
بیا له دې نه نورې څانګې پیدا شوي او په پای کې ترې سترې قبیلي منځ ته راغلي دغه ډول پښتانه قبایل دومره لویې کارنامې په لرغوني تاریخ کې لري چې راتلونکی نسل به پرې تل وویاي چې معاصرې بېلګې یې هماغه میرویس خان،احمد خان،خوشحال خان،ایوب خان،وزیر محمد اکبر خان،محمد جان خان وردګ،امین لوګري،میر مسجدي او لسګونه نور په ګوته کولی شو .
دهیرودت په کتاب کې دیو پښتون قوم نوم ماسیګیت یادیږي چې جنګیالي او میړني خلک دي دآمو یا جیحون دې خواته اوسيږي. دوی او سکاییان یو قوم بلل کیږې سکاییان خو هماغه ساک دي چې اوس هم شته او په پخوا زمانو کې یې ساکیستان جوړ کړ او خلک یې سکزي وؤ. ماسیګیت د دوی د قام دی. د مسا ګیت ملکه توموروس نومیدله چې خورا با تدبیره میړنۍ ښځه وه د هیرودت په وینا کوروش غوښتل چې دې سره واده وکړې نو دې ته یې حال ووایه. توموروس ملکې ورته وویل: ته ما نه غواړې ته غواړې چې زما هیواد خپل کړې ځه! په خپله مخه موږ په خپل حال پریږده او که جګړه پیل کړې خپله سزا به ووینې، کوروش ونه منله جګړه پیل شوه دملکې زوی سپارګا یيښ چې سپه سالار و اسیر شو خو ځان یې له غیرته پخپله مړکړ دغې ملکې د لښکرو مشري پخپله غاړه واخیسته او کوروش دپارس پادشاه یې پخپله ژوندی ونیو.
هغې ملکې دپسونو او غویو له وینو چې په همغه ورځ قصابانو حلال کړي وو یو لوی لوښی له وینو ډک کړ او امر یې وکړ چې دکوروش سر په وینو کې ډول کړې بیا یې کوروش ته وویل ̋ وڅښه ظالمه چې وینې دې ډیرې خوښې دي̋ په پایله کې ویلی شو کله چې اریايي اقوام له خپلې زړې ارینه ویجه يعنې د آمو سیند له سرچینو څخه نورو سیمو ته خپاره شول، په بخدې او باختر کې یې یو ښکلی مدنیت جوړکړ.
وروسته له دغه ځایه بیا دهند او ایران خواته ولاړل، دوی ځینې مشهورې قبیلې درلودې چې له هغو څخه یوه مشهوره قبیله پښتون وه.
ددې نامه تاریخې څیړنه او قدامت دپښتو ژبې اصالت او قدامت هم څرګند وي. او ددوی یو مشهور دیني کتاب ویدا تر اوسه هم خوندې پاتې دی. داکتاب د اریايي اقوامو په تاریخ کې ډيرستر اهمیت لري. او دهغه عصر ډیري وقایع څرګندوي. او ځکه چې اکثري برخې یې زموږ دوطن په غرو او دریابو او مځکو پورې اړه لري. او ټول دغه شیان پکې بیان شو ي دې. نو محقیقين د ویدا کتاب زموږ دهیواد یو پخوانی کتاب ګڼي. د ویدا د انشأ او لیکلو نیټه تر(۱۴۰۰ق.م) پورې رسیږې نو ویلی شو چې پښتون هغه څوک دی چې پر عزم او اراده په شجاعت درېدل، او څرګند اعلانون کول، سپیڅلي اخلاق، احساسات او ښکلي انسانې عواطف درلودل پښتون کیدل دي.