فاریاب: له زغر او کونځلو هره ورځ څلور ټنه غوړي تولیدېږي

عزم(پنجشنبه، ۲۷، لیندۍ ۱۳۹۹): د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د زغر او کونځلو حاصلات ډېر شوي او هره ورځ له یادو نباتاتو څخه څلور ټنه غوړي تولیدېږي او بازار ته وړاندې کېږي.

د فاریاب له کرنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د فاریاب په دوه زره او ۷۳۵ هکټاره ځمکه زغر کرل شوي وو، چې له دغو کروندو څخه یو زر او ۹۱۵ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.«د زغرو او کونځلو د پروسس د ماشینونو د تولید وړتیا د ورځې لس ټنه ده، خو یاد ماشینونه د بازار اړتیا ته په کتو د ورځې یوازې درې تر څلور ټنه د زغرو او کونځلو غوړي تولیدوي.»

د خبرپاڼې له مخې، پرو سږکال د فایاب په یو زر او ۶۴۰ هکټاره ځمکه کونځلې کرل شوې وې، چې له دغو کرندو څخه یوزر او ۹۶۸ ټنه حاصل ترلاسه شوی و. «د اټکل له مخې سږکال څه باندې پنځه زره ټنه زغر او کونځلې راټولې شوې دي، چې پکې څه باندې دوه زره او ۷۰۰ ټنه کونځلې او نږدې دوه زره او ۶۰۰ ټنه زغر شامل دي، چې د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاتوالی ښیي.»

د فاریاب د کرنیزو چارو امر نور احمد نور وايي، په دغه ولایت کې د زغر او نباتاتو کرکېله مخ پر ودې روانه ده او سږکال د دې ولایت په شاوخوا دوه زره او ۷۴۰ هکټاره ځمکه کې زغر او په نږدې دوه زره او ۶۰۰ هکټاره ځمکه کې کونځلې کرل شوې دي.

زغر او کونځلې هغه نباتي توکي دي، چې غوړي ترې جوړېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button