د ننګرهار ملي امنيت د (CIA) په مستقيمه لارښونه يوه بيله لوبه پيل کړې

د ننګرهار د ملي امنيت رئيس جنرال داد محمد يو پخوانۍ کمونست دی ، نوموړی د لوګر ولایت د کلنګار سيمې اوسيدونکی او د (CIA) ډير وفادار او فعال اجنټ دی.
نوموړی د ننګرهار د ملي امنيت د رياست د دندې له مخه د امريکايانو او ملي امنيت د يو ګډ استخباراتي ارګان چې (۲۰۱۵) يې کوډ ؤ رئيس ؤ او بيرون مرزي استخباراتي فعاليتونه يې سرته رسول.
د داعش په پروژه کې نوموړي د حنيف اتمر په مستقيمه لارښوونه ډير نفوذ کړی او د داعش پروژه يې تقريباً په لاس کې اخيستې او د يو څرخ په څېر يې يوې او بلې خواته تاووي.
ويل کيږي نوموړي د ننګرهار لپاره د اسلامي امارت د والي مولوي ميراحمد ګل په شهادت کې هم لاس درلود او ډير زيات ډالر يې د (CIA) نه پرې اخيستي دي.
داد محمد په ننګرهار کې د قومونو شخړو ته لمن وهي ، همدغه راز د پاکستان له قبايلي قومونو سره هم غواړي د افغانستان د قومونو اړيکې د تل لپاره خرابې کړي او تر منځ يې نه رغيدونکي درځ او دښمني پيدا کړي.
د نن ورځې پيښه په پيښه کې چې په ننګرهار کې د شينوارو د قوم په مشرانو بريد وشو هم د نوموړي لاس کیدای شي.

بدر منهاج

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button