طالبانو کابل ښار کې د ایټالیا په سفارت د توغندوي برید مسوولیت ومانه

عزم : (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): طالبان وایي ، په کابل ښار کې د ایټالیا په سفارت مو توغندوي برید کړی او دښمن ته مو دروند ځاني او مالي زیان اړه ولي .
طالبان وایي ، ایټالیا یو له هغو یرغلګرو هیوادونو څخه ده چې ګڼ شمېر افغانان یې شهیدان کړي او ځورولي.
چارواکي وایي د ایټالیا په سفارت برید تېره شپه ۹ بجې شوی چې ۲ تنه یې ټپيان کړي .
طالبانو په کابل کې د ایټالیا په سفارت داسې حال کې توغندويي برید کړی چې نن د سولې په تړاو د چین ، امریکا ، پاکستان او افغان حکومت ۴ اړخیزه ناسته پیل کیږي .
اصف افغان