جوزجان کې ۴ ټانګونه ویجاړ ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم :(پنجشنبه، سلواغې ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): د جوزجان ولایت په قوشتیپې ولسوالۍ کې بیګاه ماښام وسله والو طالبانو د عسکرو په قطار د درنو او سپکو وسلو بریدونه کړي.
خبر وایي، بریدونو کې ۴ ټانګو ویجاړ شوي او ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو په لیږلي ایمیل کې ویلي، د جوزجان ولایت قوشتیپې ولسوالۍ کې د دښمن په هغه قطار یې بریدونه کړي چې د نورو عسکرو مرستې ته راغلی وه.
طالبان وایي، په بریدونو کې ددښمن ۹ عسکر وژل شوي ، ۴ټانګونه ویجاړ شوي او ۱۵ تنه ټپيان شوي دي.
په دې اړه تر دا مهاله سیمه ییزو چارواکو څه ندي ویلي

اصف افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button