د بشري حقوقو د څار بنسټ راپور که د مدرسو ضد مبارزه؟

عبدالله مسافر

د چهارشنبې په ورځ د بشري حقوقو د څار بنسټ «طالبانو کې د ماشومانو استخدامول زیات شوي» تر عنوان لاندې راپور نشر کړ، په راپور کې ادعا شوې چې د ۲۰۱۵ له نیمایي نه وروسته د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف طالبانو په خپلو صفوفو کې د ماشومانو استخدامول زیات او ګړندي کړي.

دغه بي بنسټه راپور کاږي چې د دې سازمان تحقیقات څرکندوي چې طالبان ماشومانو ته په مدرسو کې نظامي روزنه ورکوي او بیا ترې په عملیاتو کې او هم ماینونو جوړولو او ځای پر ځای کولو کې کار اخلي، او دې ادعاوو ته یو نوعه سند پیداکولو لپاره دا راپور په ډاګه کوي چې ګواکې دوی د هغو ۱۳ ماشومانو کورنیو سره مرکې کړې چې د طالبانو په لیکو کې جذب شوي او دا مرکي یې د مدني فعالانو، سیاسي پوهانو او د ملل متحد له لوري تصديق کړې.

راپور بیا وايي چې د ماشومانو د استخدام لړۍ هغه وخت زیاته شوه کله چې طالبانو د هيواد په شمال کې د ۲۰۱۵ کال د اپریل په میاشت کې په ګړنديو عملیاتو پیل وکړ، او دې کار طالبانو ته دا زمینه په لاس ورکړه چې تعلیمي ادارې تر خپل اثر لاندې راولي، له دې لارې په دې مدرسو کې د ماشومانو تلقین له ۶ کلنۍ شروع کیږي او تر ۷ کاله دوام لري، چې په لړ کې يې ماشومانو ته نظامي روزنه ورکول کیږي، په دې کې د توپک او ماینونو کارول شامل دي، له دې مرحلې نه وروسته طالب استاذان دا ماشومان جنګیالي طالب ګروپونو ته په لاس ورکوي.

د دې راپور له ټولو بې باکه ادعاوې لاندې دوه دي.

د طالبانو مدرسې بې وزله خلک جلبوي او د دوی مصرفونه په غاړه اخلي او هم د دوی کورنیو ته نغدي پیسې ورکوې، هغه ماشومان چې طالبانو خپلو لیکو ته جذب کړي وو، هغوی د مدرسې دائمي شاګردان وو او هغه ماشومان چې دوی سره نه وو یوځاي شوي هغوی بیا په څنګ کې حکومتي مکتبونو ته هم تلل.

راپور بیا د مدرسو او دیني زدکړو مکاتب د بندولو لپاره هغه «د أپشنل پروټوکول» (The Optional Protocol) مادې ته اشاره کړې چې د «نړیوال بشرې حقوق قانون» (International Humanitarian Law) په « جنګ کې د ماشومانو استخدام» (Involvement of Children in Armed Conflict) په باب ذکر شوي، «د آپشنل پروټوکول» ماده بیا په حکومتونو غږ کوي چې «هر هغه اقدام وکړي چې د داسي استخدام او استعمال مخه ونيسي، آن قانوني حکم، چې په مرسته يې وکولای شي داسې عمل ممنوع او جرم وګرځوي».

راپور بیا په داسي شکل پای ته رسیږي چې هغه مرکې ذکر کوي چې د راپور په شروع کې ورته اشاره شوې؛ خو په دې شرط چې د امنیت له وجې نه د ماشومانو اصلي نومونه ذکر شوي او نه یې د خپلوانو، او نه هم د مدرسو نوم ذکر شوی او نه هم د هغه طالب قومندانانو نومونه ذکر شوي چې دا کار يې انجام کړی؛ ولي چې طالبانو سره رابطه ممکنه نه وه!!!

دې نړیوال بنسټ ته بايد د زړه له کومې شاباسی ورکړل شي؛ ولي چې په ډیر مهارت سره یې کوشش کړی ترڅو په داسې شواهدو راپور تهيه کړي کوم چې په یوو نړیوال قانون کې هم وزن نه لري او بیا د دې بې بنسټه راپور له مخې د اسلام مقدس دین په ضد د خپل نفرت اظهار کول یقیني د دوی غیر مسؤولانه چلند او بې کفايتي ډیره ښه څرګندوي.

نه پوهیږو چې د کندوز مبارکې فتحې، اشرف غني، خارجيان او د دوی مزدوران ولي دومره په قهر کړي؟ که تاسو پام کړی وي نو د کندز فتحې په اوایلو کې هم یو داسي بي بنیاده راپور «د نړیوال بښني سازمان» نشر کړ چې پکې په طالبانو د جنسي تیري او غیر قانوني وژنې تورونه پوري شوي وو خو سمدستي د کندوز غیور ولس له خوا او هم د کندوز حکومتي چارواکو له خوا رد شو، له دې وروسته «الجزیره انګلش» ټلویزون داسې یو راپور نشر ته وسپاره او په هغه کې يې داسې بې مسؤلانه خبرې کړې وې چې ګواکې په کندوز ښار کې د انجونو مدرسې، دوی منحرف فکر ته اړباسي او پکې د ښځود حقوقو سازمان اندیښنې هم ځای شوې وې، چې په هغو کې يې بيا په حکومت غږ کړی و چې د دې دیني مدرسو مخه دي ونيسي، او د اوسني راپور نه یو څو ورځي مخکې هم اشرف غنی او عبدالله په طالبانو غږ کړی وو چې په جنګ کې د ماشومانو استخدامولو نه دې ډډه وکړي او په عین وخت کې یې ورته د صلح یا په بل تعبیر د تسلیمیدلو او شرم وړانديز هم وکړ.

د دې ټولو اظهار نظرونو نه معلومیږي چې د دښمن سر اوس هم د کندوز د فتحې له امله ډیر سخت درد کوي او په دې فتحه کې د خپل زوال نښي ورته له ورایه ښکاري؛ نو اوس چې یې طالبانو سره د جنګ توان له لاسه ورکړی، غواړې چې غچ له مدارسو واخلي؛ ولي چې دا هغه مراکز دي چی دا ۱۴۰۰ کاله دمسلمانانو روزنه کوي او دین یې په خپل اصلي شکل نسلونو ته انتقال کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button