حزب اسلامي د افغانستان د ګډ حکومت له چارواکو سره د سولې خبرې پیل کړې

عزم ټکی اورګ/ د ګلبدین حکمتیار د ګوند حزب اسلامي پلاوي تیره ورځ په کابل کې د افغانستان د ګډ حکومت د سولی د عالي شوری له چارواکو سره دسولې رسمي خبرې پیل کړې.
امین کریم چې د پلاوي مشري په غاړه لري، دګډ حکومت دسولې د عالي شوری له چارواکو سره د لیدنې پر مهال په خپلو خبرو کې وویل، دوي په بین الافغاني مذاکراتو باور لري،او غواړي چې د ګډو هڅو په نتیجه کې په هیواد کې اسلامي نظام رامنځ ته شي.
د حزب اسلامي‌ له لوري په هیئت کې امین کریم،عتیق الله صافی او همایون جریر برخه لري خو دګلبدین حکمتیار ډلې رسمي منابعو په هیئت کې دهمایون جریر شمولیت رد کړ او زیاته کړې یې ده چې نوموړي د حزب اسلامي نماینده ګي‌نه کوي.
دا پلاوی وروسته له هغه کابل ته د سولې د مذاکراتو لپاره ځي چې تر دې وړاندې امریکا د حزب اسلامي‌دوه غړي په تور لیست کې شامل کړل او په سر یې نقدي جایزې اعلان کړلې.
د ګلبدین حکمتیار ډله په داسې حال کې د سولې مذاکرات پیل کړل چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې فعال حضور لري او په دوامداره توګه د هیواد په مختلفو برخو کې هوایي بریدونه او مځکني عملیات ترسره کوي.
ډیری شنونکي په دې نظر دی چې دګلبدین حکمتیار په مشرۍ ډله حزب اسلامي غواړي په دې ډول هڅو سره ځان مطرح کړي او امتیار تر لاسه کړي.
د څلور اړخیزو غونډو په اجنډا او بحثونو کې ټول ترکیز پر دې وو چې له طالبانو سره مخامخ خبرې ترسره شي او هغه مهال د حزب اسلامي نوم له پامه غورځول شوی وو.
طالبانو په څلور اړخیزو غونډو کې او همدا راز له کابل ادارې سره په مخامخ خبرو کې ګډون رد کړ،طالبانو په خپله خپره کړې اعلامیه کې استدلال کړی چې، په افغانستان کې اشغالګر پوځونه موجود دی، لا د هیواد په مختلفو سیمو کې خپلو ړندو بمباریو او عملیاتو ته ادامه ورکوي او ددې پرځای چې خپل پوځونه له افغانستانه وباسي نور عسکر د جګړې لپاره رالیږي.

احمدبشار

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button