د خبریال ورځ

خط اول

خبریالان د ټولنې سترګې دي، خبریال د ملت او حکومت ترمنځ پل دی، خبریال د حق د لارې مجاهد دی او خبریال د ټولنې هغه وګړی دی چې همیشه یې د ټولنې د معلوماتي خلا د ډکولو په موخه هر راز قربانې ورکړې ده. د همدې ارزښتونو پر بنسټ هره ورځ د خبریال ورځ ده، باید ونازول شي او باید قدر یې وشي.

رسنیز کار خورا ستونزمن ځکه دی چې باید ټولو اړخونو(دقت، چټکتیا، ناپېیلتوب او بې پریتوب) ته پکې جدي پاملرنه وشي. د دې ترڅنګ رسنۍ باید په ټولنه کې خپل باور وساتې او خلکو ته هغه څه وړاندې کړې چې ټولنه ورته اړتیا لري. په ټوله معنی، موږ د رسنیو او خبریالانو درنښت او حقونو ته باید قایل اووسو. دې درنښت ته په پام یو شمېر ستونزې هم شته چې همدې رسنیو افغانې ټولنې ته ورپیښې کړې وې. دلته به ورته په لنډه توګه اشاره وکړو.

د جمهورت پرمهال په افغانستان کې د رسنیو بازار دومره ګرم شو چې په هره کوڅه او بازار کې به یوه ایف ایم راډیو په دې او هغه نوم نشرات کول، حتی د مدني فعالانو په نوم خلکوهم ځانته شخصي راډیو ګانې درلودلې. د دې ترڅنګ په افغانستان کې ګڼ شمېر ټلویزیونونه هم جوړ شوي وو چې یو شمېر یې د نړیوالو او سیمه ییزو استخباراتي چینلونو له لوري سپانسر کیدل او څه به یې چې خوښه وه دې ټولنې ته به یې خپرول. د بیان ازادۍ په نوم د لته یو داسې څه حاکم و چې رسنیو به د خلکو خصوصي حریم نقض کاوه، اسلامي، ملي او فرهنګي ارزښتونه به یې ننګول، پردۍ اجنډاوې به یې پلې کولې خو د پوښتنې یې څوک نه و او نه یې چا پاڼه اړوله او نه یې اړولای شوه.

دې چارې د افغانې ټولنې په روایتي اړخ ډېر بد اغیز وکړ او یو شمېر ځوانان او نجونې یې بې لارې کړې. په راډیو ګانو کې به اسلام خو پریږده زموږ د ټولنې د روایاتو خلاف داسې خپرونې خپرېدې چې اوریدل به یې یو رښتینې افغان ته شرم و. همدا راز په ټلویزیونونو کې به څلوریشت ساعته پردي او بې باکه سریالونه خپریدل، چې پردی فرهنګ یې زموږ په ټولنه تپلو. نیمه لوڅې جنکۍ به پکې ښکته پورته کیدې، د دوی د مجازې عشق کیسې به پکې روانې وي، پردی فرهنګ به پکې تمثیل کیده. او دا هغه څه و چې په افغاني ټولنه یې پوره اغیز کړی و، حتی یو مهال په کابل کې د هماغو سیریالونو لباسونه رواج شول، د ښادیو په محفلونو کې به نجونو او ځوانانو اغوستل او دا یې یو افتخار ګاڼه.

دې حالت زموږ ټولنه په یوې غیراخلاقي لوري رهي کړې وه خو له نېکه مرغه چې د جمهوریت په نوم اداره رانسکوره شوه او په افغانستان کې په ټوله معنی یو اسلامي نظام حاکم شو.

اسلامي امارت په ډېره کمه موده کې دا هرڅه کنټرول کړل، پر ټلویزیونونو باندې یې د پردیو سریالونو خپرول بند کړل او راډیوګانو باندې یې غیر اخلاقي خپرونې وتړلې. دا یو بې ساري او د ستاینې وړ اقدام بللای شو چې پخوانۍ ادارې په ټوله واکمنۍ کې ونه کړای شو.

هغوی چې دا ټولنه یې بې لارې کوله نه خبریالان وو او نه باید د دغه پاک او رښتیني مسلک دعوه وکړي. دا ورځ د هغوی ده او هغوی ته دې بیا بیا مبارک وي چې دغه سپیڅلې مسلک ته یې قرباني ورکړې ده؛ اسلامي، ملي او کلتوري مقدساتو ته یې د درناوي تر څنګ کار کړی او لا هم په دغه ډګر کې په کار بوخت دي.

دا یوه ښه موقع ده چې هغو خبریالانو او د خبریالانو مدافعو ټولنو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړو او ځان ورسره په غم کې شریک وګڼو چې په هېواد کې پاتې دي او په دې وروستیو پیښو کې ورته زیان اوښتی دی. الله جل جلاله دې ورته په دواړه جهانونو بدله ورکړي او نور دې یې څښتن تعالی له نورو هېوادوالو سره په امن کې وساتي.

موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې راځئ هره ورځ د خبریال په نوم کړو. هره ورځ د خبریال له دندې او سپیڅلې مسلکه دفاع وکړو او له خبریالانو هم غواړو چې د دې وطن د روښانه راتلونکي لپاره لاس په کار شي، رپوټونه دې پر حقایقو ولیکي او د ټولنې په رهبري کولو کې دې ونډه واخلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button