ولسي جرګه نن نومول شویو وزیرانوته رایه ورکوي
ټاکل شوې ده چې ولسي جرګه به نن د شنبې په ورځ نومول شویو وزیرانو ته دباور او رد رایي ورکړي
د ولسي جرګې دا داري هیئت مسؤلین وایي په شپاړس معرفي شویو کسانو کې یواځي داطلاعات او کلتور وزارت لپاره نومول شوی وزیر عبدالباري جهاني د دوه ګوني تابیعت ستونزه لري او دنورو ټولو وزیرانو اسناد کتل شوي دي او نن به درایو لپاره ورته صندقونه کېښودل شي
دګډ حکومت له پيله دا دوهم ځل دی چې ولسي جرګې ته وزیران ورمعرفي کيږي تېر ځل له پنځه ویشت وزیرانو څخه یې یواځي اتو تنو دباور رایي ترلاسه کړې
دولسمشر اشرف غني او اجرائوي رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ په وزارتونو د واک او کنټرول له امله جنجال ددې باعث شوی دی چې وزیران په ځنډ سره ولسي جرګې ته معرفي شي او دهیواد چاري دسرپرستو وزیرانو له لوري پرمخ وړل کیږي
جاوید احمد