بنګله دېش پاکستان ته سخته ماته ورکړه

عزم / ډهاکه کې د پاکستان او بنګله دېش تر منځه  د کریکټ یوه ورځنۍ ۵۰ اوریزه  لوبه وشوه په دې لوبه کې  بنګله دېش پاکستان ته  ۱۶ کاله وروسته سخته ماته ورکړه .

دغه لوبه د اپریل په ۱۸ نېټه وشوه چې د ۷۹ منډو په تفاوت پاکستان ملي ټيم دبنګله دیش لخوا ماته وخوړه .

پچه بنګله دېش وګټله او لومړی توپوهنې فیصله بنګله دېش لوبډلې وکړه چې په پنځوس اورونو کې ۳۳۰ منډې هدف ورکړ، د بنګال ټيم تکړه لوبغاړي  تميم اقبال په  ۱۵ څلوريزو او درې شپږیزووهلو سره  ۱۳۲ منډي وکړي چې وروسته د وهاب ریاض له لوري په کېچ وسوځېد، مشفق الرحيم ۱۳ څلوريزې او دوې شپږيزې ووهلې سلیزه يي پوره کړه ټولې ۱۰۶ منډې وکړې ، وهاب ریاض څلور وېکټې واخيستې او راحت علي یوه وېکټه .

په ځوابي لوبه کې پاکستان لوبغاړي په پيل کې ښه ولوبېدل خو وروسته یې لوبه سسته شوه

لوبغاړي ښه ونه لوبېدل  په ۴۶ اورو کې ټول لوبغاړي  وسوځېډل ۲۵۰ منډې يي وکړې چې ټاکلی هدف يي پوره نکړ او لوبه د بنګال ټيم په ګټه  تمامه شوه

سمیع شینواری

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button