جلال آباد :دوهم تعقیب په چاودنو کې تر۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
دجلال آباد ښار کې نن سهار شاوخوا اته بجې دوې غبر ګي چاودني وشوې لومړۍ دولایت مقام ته څېر مه دکابل بانک مخي ته او دوهمه داطلاعاتو او کلتور ریاست ته څېرمه د ډولکي بابا په زیارت کې رامنځ ته شوې ده دلومړنیو راپورونو له مخي په اوله چاودنه کې چې دکابل بانک مخي ته شوې ده ۲۲ کسان مړه او ۵۰ تنه نور ژوبل دي
په جلال آباد ښار کې دعزم همکار زیاتوي چې چاودني ډېري خونړۍ وې او دتلفاتو دلوړېدا امکان هم شته
معلومه نه ده چې یادي چاودني به چا کړي وي خو طاب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټويټر باندي دواړي چاودني غندلي دي نوموړي دخپل ټویټر په ادرس باندي لیکلي دي : ( په جلال آباد ښارکې نن سهار دوه غبرګې چاودنې شوي چې یوه يې په يوه زیارت کې او بله دبانګ مخته شوې، موږ دواړه پيښې ردوو اوغندوو.)
جاوید احمد