طالبانو په غزني کې درې تنه قاتلین قصاص کړل
وسله والو طالبانو نن سهار دغزني ولایت دمرکز اړوند سیمه کې د سلګونه کسانو په مخکې د یوې ښځینه ډاکټري دقتل په تور درې تنه نیول شوي کسان قصاص کړل.
دطالبانو له لوري په یوه خپره شوی خپر پاڼه کی راغلی :
درې مياشتې وړاندې دريوتنو قاتلانو هریو( محمدعارف د غلام رسول زوی دګل غچ کلي اوسیدونکي، فضل احمد دګل احمد زوی دمنګور کلي اوسیدونکي او محمدانور د غلام سرور زوی دتنګي کلي اوسیدونکي) د غزني ولایت د مرکز اړوند د منګور کلي یوه ښځينه ډاکټره او دهغې خاوند زکریا په خپل کور کې په ډير وحشت سره قتل کړل، د کور سامان، زیورات او ډيرې نغدې پيسې يي هم ور څخه یوړې.
په سیمه کې د اسلامي امارت مجاهدینو ته امر وشو چې یاد قاتلا پيدا کړي او هرڅه ژر يې د اسلامي محکمې مخې ته ودروي، هغه وو چې شل شپې وړاندې دغه درې واړه قاتلان د مجاهدینو لخوا ونیول شول.
د یادو کسانو دوسيې د اسلامي امارت د محاکمو لخوا په دقیق ډول وڅيړل شوي او درۍ واړه د قصاص او ساعی بالفساد په الهی حکمونو باندې محکوم شول.
قاتلانو د محاکمو په وخت کې په خپل جرم اعتراف وکړ او د مقتولینو ورثه وو يې هم د قصاص غوښتنه درلوده چې نن سهار ۸ بجې د غزني ولایت مرکز اړوند منګور کلي کې د زرهاوو خلکو په حضور کې یاد قاتلان د مقتولینو د ورثه وو لخوا قصاص کړل شول او دخپلو شومو اعمالو په سزا ورسیدل.
دیادوني وړده،چې ډاکټر بلقیسه او خاوندیې شاوخواپنځه میاشتي مخکې دغزني ولایت دمرکز اړوند په منګورکلي کې په خپل کورکې دوسله والو کسانوله لوری ووژل شول،چی له پیښی یوه اوني وروسته وسله والوطالبانودهغې دقتل په تور درې تنه ونیول او بالاخره یې نن دسلګونه کسانوپه حضورکی اعدام کړل.
اجمل خیرخواه