دیمن جګړه او د امریکا کرغېړن پلانونه

موسی مهاجر

داسلامي نړۍ هغه واحد وجود چي دغربي استعمار ګرو له لوري  داسلامي خلافت دنړېدلو او په ۱۹۱۶ کي دلومړۍ نړیوالي جګړې په ترڅ کي دسايکس پيکو دتړون له مخي ټوټې ټوټې او په خپلومنځو کي لکه بې وارثه مال وویشل شو، دا ځل به  بیادغربي استعمارګرو له لوري داسلامي خاوري ټوټه ټوټه شوی وجود بیاټوټې ټوټې کیږي او  دبشر دقاتلینو دپلانونو له مخي به دمنځني ختیځ  نوي جغرافیه جوړیږي.

غرب داسلامي نړۍ دضعیفه کولو، دلاټوټې ټوټې کولو، په خپل منځي جګړواو رقابتونو داخته کولواو ځان ته دمحتاج ګرځولو لپاره خپل پلانونه په سيستماتیکه توګه په مخ بیايي، امریکادعراق  په اشغالولو سره په سیمه کي دیوې اوږدې جګړې پلان ګزاري وکړه او لاره یې ورته هواره کړه، داسي یوه جګړه چي دعراق، سوريې، مصر، ليبیا او نورو هیوادونو په ګډون يې یمن هم په خپله غېږه کي ونیو.

امریکادمسلمانانو په منځ کي داختلاف دزیاتولو او په اسلامي هیوادونو کي دجګړې داور  بلولو لپاره دسنی او شیعه له مذهبی اختلاف څخه ګټه اخلي، غربي کارپوهانو او کړیوپه خپلو تحليلونو کي ویلي، چي دمسلمانانوپه منځ کي داختلاف دزیاتولو او دیوه او بل وژني ته دهغوی داماده کولو لپاره دسني او شیعه مسئله ډیره ګټوره ثابته شوې ده، له همدې مسئلې څخه امریکایانوپه سوريې او عراق برسېره په یمن کي هم کار واخیست، خو په یمن کي خبره له عراق او سوريې څخه ډیره خطرناکه ده، ځکه لکه څنګه چي دعراق او سوریې جګړې دیمن دجګړې لامل شوې، دیمن جګړه به دنوري اسلامي نړۍ دسوځولو لامل وګرځول شي.

امریکایانو په یمن کي دفساد جوړولو او بیانورو هیوادونو ته دفساد خپرولو لپاره له ليږکیو حوثیانو څخه کار واخیست، حوثیان ديوې معاملې او پلان له مخي چي ددې پلان یو لوری امریکایان دي وهڅول شول، ترڅو دټول یمن دنيولو لپاره جګړه پيل کړي او دعرب پسرلي انقلابونو دا زمینه برابره کړه، چي حوثیان پرمختګ وکولای شي، له بله پلوه علی عبدالله صالح تریوه حده دمذهبي جزبې او زیات دامریکایانو له لوري دخپلي چوکۍ دبیاموندلو په تمه له حوثیانوسره ودرول شو، دا چي په پوځ کي هم دعبدالله صالح نفوذ زیات وو، نوځکه اړینه وه، چي هغه دحوثیانو ملاتړی شي،یمني پوځ چي دامریکایانو دمرستو مرهون دی له تیر کال راهیسي  دحوثیانو بشپړ ملاتړ کاوو، پوځي چورلکو او امریکايي بې پيلوټه الوتکو به دحوثیانو په مخالفینو هوايي بریدونه ترسره کول، ترڅو حوثیان په مخ ولاړل او دا سي لیوان یې ورڅخه جوړل کړل، چي دسعودي په ګډون يې عربی هیوادونه ورڅخه وویرول.

هغه وو، چي دامریکاپه اجازه او مشوره سعودي عربستان دعربي هیوادونو ائتلاف جوړ  او ورسره په څنګ کي يې دائتلاف دپراخولو لپاره کوښښونه پيل کړل او هغه ائتلاف چي  دمارچ له ۲۶ دوه اونۍ وړاندي يې په اړه خبري پيل شوي او دهیوادونو ترمنځ هوکړه پرې شوې وه، دمارچ میاشتي په ۲۶ دحوثیانو او عبدالله صالح په مرکزونو او اهدافو يې هوايي بریدونه پیل کړل، که څه هم سعودي عربستان او نورو ائتلافي هیوادونو ویلي، چي دا عملیات یې دیمن دخلکو په غوښتنه او دقانوني حکومت په ملاتړ پيل کړي دي، خو څنګه چي دغه عملیات دامریکاله پلان سره سم پيل شول، نوځکه درسنیو او ځینو کړیو له لوري دسنی او شیعه او سعودی او ایران  رنګ ورکړل شو او دائتلاف له لوري هم په ارادي او یاغیر ارادي ډول دغې جګړې ته دشیعه او سني ترمنځ دجګړې نوم ورکړل شو، چي ترڅو دغرب له پلان سره سم ددغو دوو مذهبونو ترمنځ درځ نور پراخ او دمتحد او یو کېدلو امکان يې له منځه ولاړ شي.

دیمن په جګړه کي دامریکاپلانونه:

امریکایانو دیمن له جګړې څخه  غوښتل چي هغه مذهبي جګړه چي په سوریه او عراق کي روانه ده، یمن او له یمن څخه نورو عرب هیوادونو ته وغځوي، لکه ژوندۍ بېلګه چي يې موږ په سعودي کي وینو، چي په دې وروستیو کي دشیعه وو له لوري بریدونه پکي پيل شوي دي، همداراز ددې جګړې په ترسره کولو سره غرب غواړي دشیعه او سني ترمنځ شخړي نوري پسي پراخي کړي.

دیمن له جګړې څخه دامریکا بله موخه  خپلو وسلو ته بازار موندل دي، ددې جګړې په مټ به امریکایان خپلي وسلې په ائتلافیانو خرڅوي او هغوی به يې په یمن کي او دخپلي د فاع لپاره کاروي.

لکه څنګه چي پرون داسلامي هیوادونو دټوټې ټوټې کولو، وېشلو او کمزوري کولو دنده تر ډیره دبريتانیا او فرانسې په لاس کې وه، نن دغه دنده دامریکاده، چي غواړي اسلامي هیوادونه  په بېلو برخو وویشي، چي ددوی داشغال له امله عراق په عملي ډول درې تقسیمه دی، دافغانستان دتجزيې کوښښ روان دی، سوریه هم په عملي ډول وېشلې ده، لیبياهم په عملي ډول په څو برخو تقسیم ده، بالفعل  دوه حکومتونه پکي موجود دي، په دې حکومتونو برسېره هره ډله دخپلي سیمي مشري کوي او ځان ته یې باچايي جوړه کړې ده، په ډیرو اسلامي هیوادونو کي مخالفین تقویه کیږي او بېلتون پالني ته هڅول کیږي، یمن چي پخوا په جنوبی او شمالي وېشل شوی وو،  دیمن دوېشلو نوي نقشه په درې ټوټو جنوبی، شمالي او ختیځ ددغه هیواد دویشلو لپاره جوړه شوې ده، دا چي دا پلان به څومره بریالی کیږي، دا به راتلونکي ته پرېږدو.

ددغې جګړې په وسیله امریکایان غواړي په سیمه کي خپل پوځي وجود نور پراخ کړي او دسیمي په مهم، استراتيژيک او دتجارتي اهمیت په لرونکي دباب المندب په تنګي زیاته ولکه وکړي، چي سره بحیره دعدن له خلیج او عرب بحیرې سره نښلوي او لويديځ ته دتیلو او نفتو دليږد لاره ده.

ددې جګړې مخه څنګه نیول کېدای شوای او څنګه نيول کیږي:

دچارو شنونکي تر ډیره په دې اند دي، چي که سعودي عربستان او نورو عرب هیوادونو دحوثیانو خطر او یاهم ددوی په باور دایران خطر له منځه وړلای، نو د۲۰۱۴ کال په اوږدو کي يې خپلي پولي ته نږدې دیمن په شمال کي حوثیان ځپلی شوای، دحوثیانو دخوښځت  اصلي سیمه سعودي ته نږدې د صعدة ولایت دی، هغوی له همدې سيمي خپل خوځښت پيل کړ او دصنعا اوبیادجنوب په لوري په مخ روان شول، هغه مهال چي دوی په صعدة کي وو او یاله صعدة څخه وتلي صنعا ته نه وو رسېدلي، نه يې وسلې ډیري په لاس کي وې، نه یې دامریکایانو د۵۰۰ ميليونو ډالرو په اندازه وسلې نیولې وې، نه يې لري ویشتونکي توغندي لرل باید ځپل شوي وای.

کله چي دتیر کال د سيپتمر په میاشت کي دصنعا تر نیولو وروسته  حوثیانو دمرکزي ولایتونو بیضا، اب او داسي نورو سیمو ته مخه کړه او په مقابل کي یې قبائلو جګړه پيل کړه، که سعودي او نورو عرب هیوادونو دحوثیانو مخه نیول غوښتل، نو قبائلو ته به یې وسلې ورکړې وای،ترڅو يې دحوثیانو کلکه مقابله کړې او هغوی یې له منځه وړي وای، چي   اوس به نږدې ټول یمن  دحوثیانو په ولکه کي نه وو،  خو برعکس دعرب ائتلاف لوجستکي ملګرې امریکاپه یوه اوبل نوم دحوثیانو په مخالفینو هوايي بریدونه ترسره کول او دعبدربه منصور هادي دولسمشرۍ په مهال یمني پوځ دقبائلو او دقبائلو دحلیف انصارالشریعة دډلي  په مورچلو بمباري کوله او دحوثیانو پرمختګ ته يې لاره هواروله.

اوس چي دسعودي په مشرۍ دعاصفة الحزم په نوم دعرب ائتلاف له لوري هوايي بریدونه ۳ اونیو ته رسيږي، خو داسي دپام وړ ګټه يې نه ښکاریږي، دچارو زیاتره کارپوهان په دې اند دي، چي دا عملیات دپام وړ تاثیر نشي لرلای، بلکه پايلي به یې ډیري ناوړه وي، که عرب ائتلاف ځمکنی پوځ ورلیږي هم به یې زیانونه زښت زیات وي، دا چي دعاصفة الحزم دعملیاتو تاثیر ډیر نه دی، نوله ځکه ویل کیږي، چي داعمليات چي لومړی دیوې میاشتي لپاره پلان شوي وو، ښايي تر ۵ میاشتو او لا ترهغوهم زیات وغځول شي، له بله پلوه دعاصفة الحزم له عملیاتو څخه دغرب ملاتړ هم ددې عملیاتو په موثرتوب کي  ونډه نشي لرلای، ځکه  دغرب او په ځانګړې توګه دامریکا، فرانسې او بریتانیاملاتړ له دغو عملیاتو څخه یوازي سیاسي دی، له عرب ائتلاف سره دجګړې ډګر ته داخل شوي نه دي.

څنګه چي اوس حوثیان او عبدالله صالح هم دپخوا په نسبت خبرو او مذاکراتوته  ليواله ښکاري، ترکیه، پاکستان او ایران که څه هم بیل موقفونه لري، خوبیاهم    دسولي او مذاکراتو ملاتړي دي او په دې اړه يې هڅي رواني کړي، نوکه اوس هم  ښکېل لوري سوله وکړي او یوه تفاهم ته سره ورسيږي، نوکېدلی شي، دا انتشار نورو هیوادونو ته ونه غځېږي اونه هم دیمن جګړه اوږده شي، که سوله راشي، غرب ته به دزیاتو لاس وهنو او خپلو افداهو ته درسېدلو موکه په لاس ورنه شي، دحرمینو شاوخواته دجګړې داوږدېدلو پلان به شنډ شي او هرومرو به دیمن سوله په نورو هیوادونو هم مثبته اغېزه ولري.

دعرب ائتلاف دجوړولو اهداف

دا یو حقیقت دی، چي دحوثیانو په مقابل کي سعودي عربستان تنها دجګړې توان نه درلود،ځکه سعودي عربستان په پوځي برخه کي کمزوی هیواد بلل کیږي،  نوځکه دائتلاف جوړولو ته اړتیا ولیدل شوه او ائتلاف جوړ شو، څنګه چي دائتلاف په جوړولو او دجګړې په پيلولو کي امریکا دخیله وه،نود ائتلاف له جوړولو څخه یو ستر هدف داوو، چي ترڅو دسني او شیعه ترمنځ جګړې هغو په ائتلاف کي داخلو هیوادونو ته وغځول شي، چي سنیان او شیعه ګډ ژوند پکي کوي او له دې جګړې څخه تراوسه په امان دي او یاکه ټکر سره لري، دا ټکر يې پراخ شي او له ائتلاف څخه وتلي اسلامي هیوادونه به هم ددغو عملیاتو دملاتړ او مخالفت له امله په خپلو منځو کي سره وویشل شي او له دې سره به په هغو له ائتلاف څخه په وتليو هیوادونو کي چي سنیان او شیعه پکي ژوند کوي هم مذهبي اختلافات راو ټوکیږي.

دعربي ګډپوځ دجوړولو اهداف

په یمن دعرب ائتلاف تر بریدونو وروسته دتیري میاشتي په وروستیو دوو ورځو کي په مصر کي دعرب هیوادونو غونډه جوړه شوه، چي اصلي موضوع يې دیمن جګړه وه، په دغه  سرمشریزه کي په دې اتفاق وشو، چي دعربي هیوادونو یو ګډ پوځ به جوړیږي، ترڅو عربي هیوادونو ته دور پيښو خطراتومخه پرې ونیول شي ،چي هغه په سیمه کي په حوثیانو برسېره دوسله والو ډلو شتون دی، که څه هم ځیني عرب هیوادونه په دې پلان کي داخل نه دي،بیاهم دا په خپل نفس کي یوښه اقدام ګڼل کیږي ،خو داچي دعرب هیوادونو پاليسيوي سره بیلي دي او دا چي ځیني يې ډیر غرب پاله او یهود پاله دي او ځیني نور يې بیاد ډار تر اندازې  پوري ورسره ملګري دي، نو دا به ښايي دګډ پوځ په جوړولو کي ستونزي راوټوکوي، خو  ترټولو مهمه داده، چي دا پوځ به په راتلونکي کي څنګه اودچا په خلاف کارول کیږي؟

امریکاله ګډ عرب پوځ څخه ملاتړ څرګند کړی دی، تر دې پرېکړې یوه ورځ وروسته ( دمارچ په ۳۰ نېټه)دامریکاددفاع وزیر آشتون کارتر  دنیويارک په فورټ ډرم پوځي مرکز کي خبریالانو ته وویل، چي امریکادعرب هیوادونو ددې پلان چي یو مشترک پوځ جوړ کړي بشپړ ملاتړ کوي او پنټاګون به په هغو مواردو کي ددې ګډ پوځ ملاتړ کوي، چي دامریکاګټي دعرب هیوادونو له ګټو سره موافقي وي،  نوموړي وویل، چي کله موږ دهغوی حرکات زموږ له ګټو او ددوی له ګټوسره سم وبولو، نو موږ به دنورو چارو په څېر په دې برخه کي هم له هغوی سره په ګډه کار وکړو.

داسي  ویره شته، چي دا ګډ پوځ به یوازي دحوثیانو په ضد ونه کارول  شي، بلکه ددې ګډ پوځ دوهم هدف به په سیمه کي داسلامي ډلو سره مقابله وي، چي دا دامریکایانو هدف هم دی، دچارو ځیني شنونکي په دې اند دي، چي ښايي دا ګډ پوځ په سیمه کي داسرائیلو دمخالفو ډلو په ضد هم وکارول شي، چي دمصر په سرمشریزه کي دمحمود  عباس دې غوښتني ته په کتلو سره چي دعاصفة الحزم عملیات دي غزې ته هم وغځول شي دا ګمان ډیر زیات کړی دی.

 په ټوله کي ویلای شو، چي په عربي نړۍ کي روانو جګړو او ستونزو ته په کتلو سره دعربو ګډ پوځ به هیڅکله ستونزي کمي نه کړي، نه به دا رواني جګړې ختمي کړي، نه به همدومره وړتیا ولري، چي په سیمه کي امن راولي، داټولي ستونزي غرب جوړي کړي دي او ترڅو چي غرب مات شوی نه وي، له سیمي شړل شوی نه وي، اسلامي هیوادونه سره یو شوي نه وي، په پوځي برخه کي قوي شوي نه وي، دالله کتاب او دنبی عليه السلام احاديثو او سنتو ته و رګرځېدلي نه وي داستونزي به په خپل ځای پاته وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button