له ۳۵ کلونو کم عمره تاجکستانیان حج ته نشي تللی

دتاجکستان دمذهبي چارو کميسیون پرېکړه کړې، چي له دې وروسته به له ۳۵ کلونو کم عمره کسان حج ته نشي تللی.
دیاد کمیسیون مشر ویلي، چي له دې امله یې دا پرېکړه کړې، ترڅو دزیات عمر لرونکي کسان وکولای شي دحج فریضه ادا کړي.
که څه هم دا پرېکړه دسږ کال لپاره ده، خو ویل شوي، چي کېدلی شي دا پرېکړه نورو کلونو ته هم وغځول شي.
دتاجکستان خلک چي ۹۵ سلنه وکړي يې مسلمانان او دحنفی مذهب خاوندان دي دې پرېکړي سخت په غوسه کړي دي او دحکومت دا پرېکړه يې غندلې ده.
تر دې وړاندي دتاجکستان سيکولر حکومت جومات ته له ۱۸ کلونو دکم عمره کسانو په ورتګ بندیز لګولی دی، همداراز يې دیني مدرسو ته د۱۸ کلونو دکم عمره زده کونکو په ورتګ بندیز لګولی دی، په دې برسره يې دکار په ځای کي دلمانځه په کولو هم بندیز لګولی دی.
دتاجکستان حکومت دښځو په حجاب هم بندیز لګولی دی، چي داسلام ضد دې بندیزونو دتاجکستاني مسلمانانو سخته غوسه راپارولې ده.
عادل خپلواک