د هیواد مشهور شاعر عبدالباری جهاني د اطلاعاتو او کلتور وزیر شو

عزم/ نن شنبه د افغانستان د ملی وحدت د حکومت د کابینې پاته وزیرانو ته د پارلمان د وکیلانو لخوا د باور رایې ورکړل شوې. پارلمان ته د رایه ورکولو لپاره د منتخبو نوماند وزیرانو په جمله کې دهیواد مشهور شاعر او ادیب عبدالباری جهاني د ۱۲۰ رایو په ترلاسه کولو سره د ګډ حکومت په کابینه کې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په توګه وټاکل شو.
دکابینې پاتو نوماند وزیرانو ته د باور یا رد رایو اچونې لړۍ لا روانه ده.
د پاته نورو نوماند وزیرانو نومونه چې د باور رایې یې ترلاسه کړې په لاندي ډول دي
د رایې اچونې بهیر په نن ټکي اسیا ویب پاڼه باندي شېبه په شېبه خپریږي
محمد ګلاب منګل د ۱۸۸ باور رایو په اخېستلو سره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر شو.
عبدالبصیر انور د ۱۳۸ باور رایو په اخېستلو سره د عدلیې وزیر شو.
محمد الله بتاش د ۱۷۶ باور رایو په اخېستلو سره د ترانسپورت وزیر شو.
مېرمن سلامت عظیمې د ۱۵۵ رایو په اخېستلو سره د نشي توکو سره د مبارزې وزیره شوه.
محمود بلیغ د ۱۶۸ باور رایو په اخېستلو سره د فواید عامې وزیر شو.
دلبر نظري د ۱۳۱ رایو په اخېستلو سره د ښځو چارو وزیره شوه.
نسرین اوریاخیل د ۱۶۹ باور رایو په اخېستلو سره د کار او ټولنیږو چارو وزیره شوه.
سید سعادت منصور نادري د ۲۰۲ باور رایو په اخېستلو سره د د ښاري پراختیا وزیر شو.
عبدالباري جهاني د ۱۲۰ باور رایو په اخېستلو سره د اطلاعاتو او کلتور وزیر شو.
همایون رسا د ۱۷۰ مثبتو رایو په تر لاسه کیدو سره د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر په توګه وټاکل شو .
اسدالله ضمیر د ۱۹۲ باور رایو په اخېستلو سره د کرنې او مالدارۍ وزیر شو.
ډاکټره فریدې مومند د ۱۸۴ باور رایو په اخېستلو سره د لوړو زده کړو د وزیرې په توګه وټاکل شوه .
علي احمد عثماني د ۱۶۸ د باور رایو په اخېستلو سره د اوبو او انرژۍ وزیر شو.
داکتر اسدالله حنیف بلخي د ۱۶۱ مثبتو رایو په تر لاسه کیدو سره د پوهنې د وزیر په توګه وټاکل شو .
احمد بشار