جلال اباد ته – حريتمل

مشفق حريتمل
د نارنج د ګلو ښاره ښایسته جلال اباده
کوم ظالم دې خنجر ښخ کړ په سینه جلال اباده
چې په تا یې ماتم جوړ کړ بې له جرمه او ګناه نو
ستا دښمن دې پخپل ویر شي زر اخته جلال اباده
نه خوستا بچي کافر دي نه یې خدای نه غیر معبود شته
ستابچي مسلمانان دي په سجده جلال اباده
بس دی بس دی ظالمانو نور مې ترک زړګی چاودیږي
ختمه کړې مې غمونو حوصله جلال اباده
دفیسبوک هره لیکنه ستا په وینو باندې سره ده
نن ورځ ستا په غم ده هره تبصره جلال اباده
ستا په دا رنګه وژلو هر قاتل د خدای مجرم دی
نشته دا ډول قتال ته هیڅ فتوه جلال اباده
چې دې نه پریږدي ارام ته بې قصوره دې ازار کړي
ددښمن ماڼۍ دې خدای کړه راچپه جلال اباده
نن زړګی د مشفق وران دی او له غمه غلی پلی
له غزل نه یې شوه جوړه مرثیه جلال اباده