د کندز د قلعه زال ولسوالۍ ، امنیه قومندانۍ او ګڼې پوستې طالبانو نیولي

عزم : (دوشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): په کندز کې وسله والو طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ ، امنیه قومندانۍ ، او ګڼې پوستې نیولي.
د سید جمال په نوم د سیمې یوه وسېدونکي عزم ته ویلي، له سختې جکړې وروسته د قلعه زال ولسوالۍ ، امنیه قومندانۍ اوګڼې پوستې د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلي.
سید جمال وایي ، سهار ۸ بجې وسله والو طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ ونیوله او ګڼو پولیسو اربکیان ته مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي، د کندز د قلعه زال ولسوالۍ ، امنیه قومندانۍ او شاوخوا ټولې پوستې یې له دښمن څخه نیولي ، او په ګڼ شمېر کې اربکیان او پولیس وژل شوي.
طالبان وایي ، ګڼ شمېر وسلې او مهمات لاسته ورغلي.
سیمه ییزو چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
اصف افغان
Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button