طنز: روحاني سفر

پسېمی (پېشلمی) د مراقبې حالت کې وم، ځینو پوښتنو پریشانه کړی وم؛ لکه:
زه څوک یم؟
له کوم ځایه راغلی یم؟
ولې راغلی یم؟
او چېرته به ځم؟
سوچ و فکر کې دومره غرق تللی وم، چې هیڅ په وخت او انساني اوازونو پوی نشوم، ناڅاپه له پخلنځي نه مېرمنې را غږ کړل: د اول نمبر سست او ارام خور یې.
معلومه نه ده چې د جهنم لکه کومې دروازې راغلی یې؟
زما له ژوند دې عذاب جوړ کړی.
پورته شه! پسېمی وکړه، سهار باید کار ته لاړ شې.
باور مې نه کېده چې د څلورو سختو سوالونو ځواب به دومره اسانه پیدا کړم. اوس خوشحاله په دې یم چې علم مې زیات شو او روحاني سفر مې هم ډیر ژر پوره شو.

ژباړه: سمسور

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button