افغان کرکټر محمد نبي د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې مرکز جوړوي

عزم (سه شنبه، ۲۹وری، ۱۴۰۲): وروسته له هغې چې ټولنیزو شبکو کې ګڼو افغانانو له ملي سوداګرو، سیاسیونو او ورزشکارانو په افغانستان کې د کینسر ناروغۍ د درملنې مرکز غوښتنه وکړه، تازه د کرکټ ملي لوبدلې مجرب لوبغاړي او پخواني لوبډلمشر محمد نبي عیسی خیل ویلي چې د سرطان ناروغانو لپاره د درملنې مرکز جوړوي.
نوموړي پرون په خپلې فیسبوک پاڼې یو پوسټ کړی او څرګنده کړې یې ده چې راتلونکی پلان یې د سرطان ناروغانو لپاره د روغتیايي مرکز جوړول دي.
ده خپل مرکز ته د ادې نوم ورکړی او زیاته کړې یې ده چې په یاد روغتون کې به د کیسنر د درملنې ترڅنګ یو زیږنتون او میډیکل کمپلیکس هم وي.
که څه هم محمد نبي عیسی خیل تر اوسه د یاد مرکز د جوړېدنې نېټه نه ده څرګنده کړې؛ خو په ټولنیزو رسنیو له هغه پراخه مننه شوې او په ورته وخت کې ترې غوښتل شوي، چې دې چاره کې ځينو نور لوبغاړي هم ځان سره مل کړي.
باید وویل شي چې محمد نبي یو خیریه بنسټ هم لري.
هېره دې نه وي چې افغانستان کې تر اوسه د سرطان د درملنې کوم معلوم او مجهز روغتیايي مرکز نشته.