مجاهد او عالم فقیر ایپي

فقیر ایپي چې خپل نوم یې صاحب میرزا علي خان، د ۱۹ پیړۍ د وروستۍ لسیزې په (۱۸۹۷) کال د شمالي وزیرستان کجورۍ پوسټ ته نیږدې په کېرته کلي کې دې نړۍ ته راغی. د پلار نوم یې حاجي ارسلا خان و چې په خپله سیمه کې به یې د شخړو پر مهال د جرګو او مرکو مشري کوله او یو سوله غوښتونکی انسان و.
میرزا علي خان چې لا فقیر ایپي نه و له خپل پلار نه یې یو شمېر دیني کتابونه ولوستل او بیا د پښتونخوا بنو (ضلعه) ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې له مولوي ګل بهادر نه نورې زده کړې وکړې. خو چې په ۱۹۲۲ کال کې له مدرسې کور ته لاړ؛ نو پلار یې مړ شو او ده له خپل ورور سره یوځای د پلار ور پاتې ځمکه خرڅه کړه. خپلو زده کړو ته یې دوام پرې ورکړ او د پخې ځوانۍ پر مهال یې د ملا قاضي شېرزاد له لور سره واده وکړ. زده کړې یې جاري وساتلې او په تاریخ کې یې هم مطالعه پیل کړه. د خوشحال خان خټک، پير روښان او برتانیوي هند پر خلاف د جنګېدلو افغانانو په هلکه یې معلومات ترلاسه کړل.
په ۱۹۲۸ کال کې هغه حج وکړ. له خپل پلرني کلي سپلګې سیمې او بیا میرالي ته لاړ، دا چې هغه یو ښه دیني عالم او نیک انسان و، د کلي یوې کونډې کور وکړ. په دې وخت کې یې نوم تر لرې سیمو خپور شو او خلک به د دعاوو غوښتلو له پاره ورته راتلل؛ ځکه چې هغه له تقوادارۍ سره، سره د کلي شتمنو او غریبو ته په یوه سترګه کتل او په یوه ژبه او زړه یې اړیکې ورسره پاللې.
تر ۱۹۳۶ کال پورې چې پښتونخوا کې د برتانیوي هند پر خلاف لوی ولسي لاریون پیل شو، لا هم فقیر ایپي له وسله والې مبارزې لرې پاتې شو؛ خو کله چې برتانیوي هند کې د یوې نوې مسلمانې شوې هندوستانۍ او یو مسلمان پر سر شخړې پیل شوې، هغه هم د جهاد سنګرونو ته راودانګل او د وزیرستان ا شاوخوا سیو ډیر پښتانه پرې راټول شول، چې په دې کار سره یې ستره بریا په نصیب شوه.
نوموړي له برتانیې سره وسله واله جګړه پيل کړه، چې د ۲۰ مې پېړۍ په څلوېښتمو کلونو کې یې هم دوام درلود. نوموړي په خپلې بېساري تاکتیک سره په یرغلګرو پراخ بریدونه وکړل، چې هغوی ته یې درانه تلفات واړول.
کله چې برتانویان له ایپي فقیر نه پوزې ته راغلل؛ نو د خپل هوايي ځواک پيلوټانو ته یې وویل، چې ایپي فقیر دې له نورو پښتني پاڅونوالو او مبارزینو سره یوځای بمبار کړي؛ خو هغه به هر ځل بچ کېده. یو ځل ۴۰ زره برتانیوي عسکر چې په مجهزو وسلو او وسایلو سمبال و د ایپي فقیر له ۱۰۰۰ یا ۱۵۰۰ ملګرو د هوايي ځواک په مرسته تاو شول او هغوی چې تش لاسي و، په خپلو سمڅو کې تر سختې محاصرې لاندې راغلل؛ خو بیا له سختې مبارزې وروسته یرغلګر ځواکونه بیرته خپلو مرکزونه ته تش لاسي ستانه شول.
که څه هم ایپي فقیر د وزیرستان و؛ خو د نوموړي د مجاهد او میړني شخصیت له کبله د افغانستان ډله، ډله خلکو هم د هغه په ملاتړ د نوموړي په لښکرو کې ځان ځای کړ، چې په دې سره به جګړو کې د ایپي فقیر د ټولو جنګېدونکو شمېر هم تر زرګونو پورې ورسېده او هر ځل به یې یرغلګر ماتول.
دغه ستر اتل چې تل یې له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړه د عمر په وروستیو کې د سالنډۍ ناروغۍ ور ولوېده، چې له امله یې هغه سخت ضعیف شو؛ ان تر دې چې څو قدمه به یې هم نشو اخیستلی.
د ۱۹۶۰ میلادي کال د اپریل ۱۶ مه وه چې د شپې مهال یې له دې نړۍ سترګې د تل له پاره پټې کړې.
د نوموړي جنازه په ګورویهت کې خاورو ته وسپارل شوه، چې لسګونو زرو خلکو پکې ګډون کړی و.
د میرزاعلي خان (فقیر ایپي، حاجي صیب) لمسیان او کړوسیان اوس هم ژوندي دي.

لیکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button