د ولسي جرګې نوی رئیس د سختو جنجالونو په ترڅ کې وټاکل شو

عزم (شنبه،۲۸،غویي،۱۳۹۸)نن د ولسي جرګې د ریاست لپاره د دوهم ځل لپاره ټاکنې وشوې،  چې د خوست استازی  کمال ناصر اصولي او د پروان استازی میر رحمان رحماني یې نوماندان وو.

د ولسي جرګې په ننۍ ناسته کې شاوخوا ۲۴۷ کسانو ګډون کړی و ، چې اصولي د ۵۵ او رحماني د ۱۲۳ رایو په ترلاسه کولو وتوانیدل او یوه هم ۱۲۴ رایې چې د بریا معیار بلل کیږي، تر لاسه نه شوې کړای.په ننۍ ناسته کې وکیلانو ۱۳ سپینې او ۵۳ باطلې رایې کارولې وې؛  دغه راز دوه رایې ورکې وې او یو سپین کاغذ هم صندوق ته لویدلی وو.

وروسته تر دې چې هیڅ یوه وکیل ۵۰+۱ رایې (۱۲۴) ترلاسه نه کړې،   د ولسي جرګې مؤقت رئیس پریکړه وکړه، د دې لپاره چې نور دا جنجال ونه غځیږي، میر رحمان رحماني  د ولسي جرګې د نوې دورې د رئیس په توګه اعلانوي.

د نوموړي له دې اعلان سره سم د ځینو وکیلانو تر منځ سخته فزیکي شخړه وشوه او د ولسي جرګې د نوي رئیس د ټاکلو پریکړه یې وننګوله.

ویل کیږي،  اصولي د اشرف غني له ځانګړي ملاتړ برخمن دی او رحماني بیا د اپوزیسیون حمایت له ځانه سره لري چې همدا نقطه د شخړو د زیږون لامل شوه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button