ملي دفاع وزرات: په تېر یوه کال کې مو تر درې نیم زرو ډېر نظامي وسایط ترمیم کړي دي

عزم(پنجشنبه، د غوایي ۲۸مه، ۱۴۰۲): د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د حمایوي او لوژستیکي کنډک له لوري په تېر یوه کال کې ۳۵۷۳ بېلابېل نظامي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
د ملي دفاع وزارت د مسوولینو پر باور چې په یادو وسایط کې پوځي الوتکي، ضربتي ټانګونه، هاموي موټرونه، رنجرې او یو شمېر وسلې شاملې دي.
د یاد وزارت په خبره چې دا تجهیزات نیمه او یا نږدې په بشپړه توګه له منځه تللي وو چې د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیمونو له لوري بیا رغول شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د فتحې په راتلو او امریکايي ځواکونو په وتلو دې ځواکونو په خپلو پنډغالو او په ځانګړي ډول په کابل هوایي ډګر کې د هوایي رادار په ګډون لسګونه الوتکې او ټانګونه ویجاړ کړل او له کاره یې وغورځول.