عمران خان: ښایي بیا ونیول شم

عزم(پنجشنبه، د غوایي ۲۸مه، ۱۴۰۲): د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي چې په ډېر احتمال ښایي بیا ونیول شي او بندخونې ته یووړل شي.
ښاغلي خان ویلي چې دا دویم ځل دی چې امنتیي ځواکونه یې کور محاصره کوي او د وتلو اجازه نه ورکوي.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ښايي دا به د ده له نیول کېدو مخکې وروستی ټویټ وي.
عمران خان په خپله وروستۍ وینا کې یو ځل بیا له وخته د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې په پاکستان کې د ستونزو یوازینۍ حل د ټاکنو ترسره کېدل دي.
د یادونې وړ ده چې تېره سه شنبه د نوموړي له نیول کېدو سره سم د نوموړي زرګونه پلویان لارو کوڅو ته راوتلل او د خپل مشر د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله. ویل کیږي چې د پاکستان په ډېرو ځایونو کې یاد شمېر لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي او په ترڅ کې لسګونه لاریونوالو او پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button