بلخي: شپږ مياشتو کې ۴۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
کابل(عزم : پنجشنبه ، غبرګولي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل)
د افغانستان د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي چې د تېروشپږو مياشتو راپه دې خوا ۴۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي .سيد حسين عالمي بلخي چې پرون يې په کابل کې یوې خبري ناسته کې وويل چې دغه کډوال د ايران او پاکستان څخه خپل هيواد ته راستانه شوي دي .بلخي زياته کړه چې دوی هڅه کوي چې په روان کال کې سل زره نور کډوال هېواد ته راستانه کړي. بلخي د روان کال د مارچ په مياشت کې د افغان کډوالو د ستونزو د څېرلو له پاره ګاونډي هيواد پاکستان ته تللی و او هلته يې د سيفران (د کډوالو چارو پاکستاني دولتي ادارې) له چارواکو سره ليدلي وو خو غوڅه پرېکړه ونه شوه او په پاکستان کې د ميشتو افغان کډوالو برخليک نا څرګند پاتې شو،ويل کيږي چې په راتلونکو څو مياشتو کې د افغانستان ـ پاکستان او د کډوالو د نړيوالې ادارې ترمنځ يوه غونډه کيږي چې په کې به په پاکستان کې د ميشتو افغان کډوالو په اړه وروستۍ فيصله کيږي.
تېر کال د دسمبر په ۱۶ مه نېټه د پېښور په يوه پوځي ښوونځي د بريد له امله چې له ۱۵۰ څخه زيات زده کوونکي په کې وژل شوي و دغې پېښې په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند له مشکلاتو سره مخ کړی او وخت په وخت د پاکستاني امنيتي چارواکو له لوري يې په کورونو چاپې اچول کيږي او نيول کيږي.
عبداللطيف نظيف