په صنعاء کې د جومات ترڅنګ په چاودنو کې ۳۱ تنه ووژل شول

367520-yemen-1434565272-263-640x480

صنعاء(عزم : پنجشنبه ، غبرګولي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل)

د يمن په پلازمينه صنعاء کې  پنځو پرله پسې چاودنو ۳۱ تنه وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي .د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې  نامعلومو کسانو د يوه جومات ترڅنګ  چاودېدونکي توکي ځای په ځای کړي و چې د چاودېدو له امله يې مرګ ژوبله رامنځته کړه.

د رسنيو له قوله ويل کيږي چې چاودنه پرون مازديګر د لمانځه پرمهال رامنځته شوه چې ټپيان د درملنې له پاره ځايي روغتون ته لېږدول شوي.

په يوه بله پېښه کې  وسله والو د حوثي ياغيانو مشر صالح الصمد د کور ترڅنګ يوماين ته انفجار ورکړی چې له امله يې څو تنه ټپيان شوي دي.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button